حکومت كولو له نه جهاد له راغلې يو٬ په پنځو كالو كښې هېواد بدلول دي

image
APP54-07 PESHAWAR: August 07 - Chairman PTI Imran Khan addressing MPA’s meeting. APP photo by Shaheryar Anjum

پېښور 07 اګست (اے پي پي) د پاکستان تحریک انصاف چیئرمېن عمران خان وئيلي دي مونږ د اقتدار مزو اخستو له نه جهاد كولو له راغلې يو٬ پنځو كالو كښې هېواد بدلول دي٬ غېر ضروري خرڅونه ختمولو سره به وسائل په اولس خرڅ كوٶ ٬ د اولس مشر ، وزیراعظم او وزيرانو خرڅونه كمولو له به كمېټي جوړٶ۔ پېښور كښې د پی ټی آئی خېبر پښتونخوا د پارلماني پارټۍ غونډې ته خپلې وېنا كښې عمران خان ووئيل پاكستان په معاشي توګه ډېر مسئلو سره مخ دے او مونږ له به ډېر كار كول وي٬ نور بلدياتي اصلاحات به كول وي٬ تعليم لپاره به نور كار كول وي٬ ده ووئېل په تېر وخت كښې په اقتدار كښې راتلونكو خپل ذات لپاره كار كړې۔ ده ووئيل آئي اېم اېف سره به څه كوٶ په دې لړ كښې سوچ كوٶ۔ عمران خان ووئيل په خاص چوكو راتلونكې بايد تيارۍ سره راشي٬ پنځه كلونو كښې هېواد بدلول دي٬ پاكستان به فلاحي رياست جوړو۔ ده ووئيل د اعلٰې وزير او وزيرانو انتخاب زما ذمه واري ده ھغه به په مېرټ كوٶ۔ ده ووئيل د قربانيو نه غېر بدلون نشي راتللې ٬ د خېبر پښتونخوا پارلماني غړي به هېواد لپاره مثال جوړو۔ ده زياته كړې چې په اوسنو حالاتو كښې يو څيز پټ نه شي پاتې كېدې٬ قانون كښې بدلون كولو سره به صوابديدي فنډ بېخي ختموٶ۔ ده ووئيل اقتدار ځان لپاره نه د اولس خدمت لپاره كول دي ۔ ده د ګوند په غړو

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں