د مسلم لیګ (ن) اوپیپلز ګوند پشمول د مخالفې ډلې ګوندونو د قامي اسمبلۍ غونډې په مهال د دروند خوي ثبوت وركړو

image

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د پاکستان تحریك انصاف وياند او د قامي اسمبلۍ غړي فواد چوهدري وئيلي دي د قامي اسمبلۍ 15م ايوان سوګند پورته كړے٬ نن د مسلم لیګ (ن) اوپیپلز ګوند پشمول د مخالفې ډلې ګوندونو د قامي اسمبلۍ غونډې په مهال د دروند خوي ثبوت وركړې٬ عمران خان د غونډې په مهال ايوان كښې موجود ٶ٬ سپيكر لپاره د پي ټي آئي كانديد اسد قېصر د مخالفې ډلې ګوندونو سره ملاقاتونه وكړل٬ ھغوي نن د نامزدګۍ كاغذونه جمع كوي۔ د ګل په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د كابينې پحقله پرېكړه به عمران خان كوي او په اتلسم اګست به عمران خان د وزیراعظم په حېث سوګند پورته كوي او د دغې نه پس به وفاقي كابينه سوګند پورته كوي۔ ده ووئيل نوي پاكستان له اولس اميدونه لري كوم لپاره دي۔ ده ووئيل عمران خان به اسمبلی كښې خپله د پوښتنو ځوابونه وركوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل عمران خان به د پنجاب اعلٰې وزير لپاره خپله پرېكړه كوي او په دې لړ كښې د مشاورت عمل روان دے او ډېر زر به اعلان وكړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل شېخ رشید زمونږ اتحادي او سينئر لارښود دې ھغه مرور نه دي او كه داسې څه خبره وشوه نو مونږ به ئې پخله كړو۔(ض ض/ګ ل/وس/2130)

مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں