آزاد كشمير وزيراعظم په چورلكه ډزې بزدلانه فعل دے٬ هند د منطقې امن تباه كول غواړي۔ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د سېنېټ دوهم چيئرمېن٬ د حكومتي او مخالفې ډلې مشرانو لخوا هم د پېښې غندنه شوې

image

د
اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر په چورلكه د هندي پوځ ډزې بزدلانه فعل ګرځولو سره وئيلي دي چې هند د منطقې امن تباه كول غواړي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري بيان له مخې د سېنېټ دوهم چيئرمېن سليم مانډوي والا٬ په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سناتور شبلي فرار او د مخالفې ډلې مشر سناتور راجه ظفرالحق هم د پېښې غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې دا ډول پېښې د نړيوالو قوانينو سخته خلاف ورزي ده او بايد نړيواله ټولنه د دې نوټس واخلي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں