د وزيراعظم عمران خان د مالديپ نوي ټاكل شوي اولس مشر ابراهيم محمد صالح سره ټېلېفوني خبرې

image

اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د مالديپ نوي ټاكل شوي اولس مشر ابراهيم محمد صالح سره ټېليفوني خبرې وكړې۔ وزيراعظم په اوسنو ټاكنو كښې هغه ته په كاميابۍ ترلاسه كولو مباركي وركړه۔ وزيراعظم ووئيل چې مالديپ په يو نوي دور كښې داخلېږي۔ ده هيله ولرله چې د نوي ټاكل شوي اولس مشر پھ مشرۍ كښې به هېواد پرمختګ وكړي او د دې هېواد اولس به لويه كاميابي او خوشحالي ترلاسه كړي۔ دواړو مشرانو دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له د عزم څرګندونه وكړه۔ دوي د شريكې خوښې په چارو او د دواړو هېوادونو د اولس ګټې له په ګډه كار كولو كښې هم خوښي ښكاره كړه۔ د مالديپ اولس مشر په ټېليفون كولو د وزيراعظم مننه وكړه او ده ته يې هم د وزيراعظم چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړه۔ده وزيراعظم ته د مالديپ د دورې كولو بلنه هم وركړه

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں