د حكومت ټولې پالېسې غريبانانو له اسانۍ وركولو لپاره دي٬ دوه لويو ګوندونو په چارټر آف ډېموكرېسي نه په چارټر آف كرپشن لاسليك كړے

image

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف لارښود سناتور فېصل جاوېد وئيلي دي د حكومت ټولې پالېسې غريبانانو له د اسانۍ وركولو لپاره دي٬ دوه لويو ګوندونو په چارټر آف ډېموكرېسي نه بلكې په چارټر آف كرپشن لاسليك كړے٬ هېواد د 28 زره اربه په قرضاړولې شوې ٬ په هېواد كښې هر كال د 10 اربه روپو مني لانډرنګ شوے۔ د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې سناتور فېصل جاوېد ووئيل سخت وخت ضرور دے خو د حكومت ټولې پالېسې غريبانانو ته ريليف وركولو لپاره دي۔ د تېر وخت حكومتونو هېواد د 6 زره اربه نه 28 زره اربه قرض ته رسولې او هر كال به د 10 اربه روپو مني لانډرنګ كېدو۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان اولس سره په ډي چوك كښې د كرپشن ختمولو او د هېواد د لوټلې شوي دولت بېرته راوړلو لوظ كړے ؤ ۔ دا لوظ به تر سره كولې شي۔ فېصل جاوېد ووئيل دوه لويو ګوندونو په چارټر آف ډېموكرېسي نه په چارټر آف كرپشن لاسليك كړے۔ د دې دواړو څخه به قومي دولت ترلاسه كولې شي او په هېواد كښې به د احتساب عمل روان وي۔

مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں