اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاکټر نور الحق قادري وئيلي دي په نړيواله كچه د حضرت محمدۖ د امن او مينې پېغام ګردې نړۍ ته رسولو لپاره د پاكستان نوې حكومت به د مذهبي سفارت كارۍ پشمول ټولې لارې خپلوي۔ ډاكټر نورالحق قادري د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ د خبري كنفرنس په مهال خپلې وېنا وكړه۔ ده ووئيل كله چې څوك د نبي ۖ په شان كښې ګستاخي كوي نو د تصادم كېفيت پېدا كېږي ٬ دې صورتحال څخه بچ كېدو لپاره به حكومت ټولو صوبو سره په ګډه د روادارۍ او په مساوات آډانه ګامونه پورته كوي٬ ده ووئېل نوي حكومت د نړيوال معيار سيرت كنفرنس اهتمام كړے چې پكښې به د نړۍ اسلامي سكالران او د علماﺀ كرامو پلاوي ګډون كوي٬ كنفرنس به په 11 او 12م ربيع الاول په 20 او 21م نومبر كېږي٬ ده ووئېل د محمدۖ سيرت طيبه څخه انسانيت ته د هر ډول بداخلاقو نه د ډډې كولو پېغام ترلاسه كېږي ۔ د كنفرنس په پرانستې دستوره كښې به وزیراعظم عمران خان د خاص مېلمه په توګه ګډون كوي دغسې د پائې په غونډه كښې به اولس مشر ډاكټر عارف علوي