سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د آرمي ايئر ډيفنس سېنټر كراچۍ دوره وكړه

image

پېنډې 12 دسمبر (اے پي پي) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د ترهګرې په ضد جنګ كښې د آرمي ايئر ډيفنس كور هڅې ستائلې دي۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې﴿ آئي اېس پي آر﴾ له مخې سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د شورو په ورځ د آرمي ايئر ډيفنس سېنټر كراچۍ دوره وكړه۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه لېفټننټ جنرال عمادالزمان خان ته د كرنل كمانډنټ آرمي ايئر ډيفنس كور بېجز ولګول۔ په دې موقع د آرمي حاضر او ريټائرډ افسران او د ايئر ډيفنس كور سپاهيان هم په لويه شمېره موجود وو۔ د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د ترهګرې په ضد جنګ كښې د آرمي ايئر ډيفنس كور هڅې ستائلې

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں