وزیر اعظم عمران خان سره دبئۍ سره تعلق لرونكو پاكستانو تاجرانو وليدل

image

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) وزیر اعظم عمران خان د دیامر بھاشا ډیم جوړولو په لړ كښې د سمندر پورې پاكستانيانو جذبه د ډاډ وړ او د ستائنې جوګه ګرځولو سره وئيلي دي هېواد كښې د اوبو د پانګو حفاظت د وخت مهم ضرورت دے ٬ په بند فنډ چې د هېواد دننه او بهر څخه كوم غبرګون رامخې ته شوې د دې له مخې دا اميد پېدا شوې چې دا منصوبې به د وخت نه وړاندې پېل كړې شي٬ ډېر زر به د مومند بند د بنياد تيګه كېږدم۔ ۔ وزيراعظم دا خبرې د ګل په ورځ دبئۍ سره د تعلق لرونكو د پاكستان تاجرانو پلاوي سره كړې چا چې د ممتاز مسلم په مشرۍ كښې وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال سناتور فېصل جاوېد هم په دې موقع موجود ٶ۔ په پلاوي كښې امجد علی خان، ماجد بشیر او مصطفی قاسم شامل وو۔ وزیرِ اعظم ته سناتور فېصل جاوېد د ډېم فنډ رېزنګ ون يونټس په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د پلاوي غړو دبئۍ كښې د سناتور فېصل جاويد لخوا په ډېم فنډ رېزنګ كښې 9 لكه 18 زره 510 ډالره ديامر بهاشا بند فنډ لپاره عطيه كړې۔ وزیراعظم عمران خان د چیف جسټس آف پاکستان او وزیرِاعظم پاکستان دیامر بھاشا او مومند بندونو فنډ په لړ كښې د فنډرېزنګ په ون يونټ كښې د پلاوي د غړو او نورو سمندر پورې پاكستانيانو لخوا د عطياتو او جذبې ستائنه كولو سره وئيلي دي د بندونو جوړولو په لړ كښې د پاكستانيانو جذبه د ډاډ وړ او د ستائنې جوګه ده۔ پلاوي سره په خبرو كښې وزیراعظم ووئيل ٬ هېواد كښې د اوبو د پانګو حفاظت د وخت مهم ضرورت دے٬ په بند فنډ كښې چې د هېواد دننه او بهر څخه چې كوم غبرګون رامخې ته شوې د دې له مخې دا اميد پېدا شوې چې دا منصوبې به د وخت نه وړاندې پېل كړې شي۔ د بندونو جوړولو پحقله په عملي اقداماتو خبره كولو سره وزيراعظم ووئيل ډېر زر به د مومند بند د بنياد تيګه كېږدم ۔ د يادونې وړ ده دا منصوبه د تېرو څو كالو راهسې ځڼډ سره مخ وه۔ په دې موقع سناتور فېصل جاوېد وزیراعظم ته د بندونو فنډ لپاره په بېلا بېلو هېوادونو كښې د فنډ رېزنګ ون يونټس پحقله بريفنګ وركولو ووئيل تر اوسه په دبئۍ، برسلز، آسټریا، فرانس، ډنمارك، ناروے، یونان، سیټل، نیو جرسي، شکاګو، واشنګټن ډي سي او ایری زونا كښې فنډ رېزنګ لپاره ون يونټس شوي او په دې لړ كښې د بهرنيو پاكستانيانو لخوا د فنډ رېزنګ ښه ډاډګيرنه كېږي۔ سناتور فېصل جاوېد ووئيل ډېر زره به په نورو هېوادونو كښې هم د فنډ رېزنګ ون يونټس كولې شي او نور عطيات به د بندونو په فنډ كښې جمع كړې شي

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں