هند د جمهوريت او سكولرازم په لباس كښې مقبوضه كشمير كښې د بې ګناه كشميريانو نسل كشي كوې۔وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور

image

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور وئېلي دي هند د جمهوريت او سكولرازم په لباس كښې مقبوضه كشمير كښې د بې ګناه كشميريانو نسل كشي روانه ساتلې ٬ يو خوا هند د جمهوريه ورځ لمانځي او بل خوا يې د ګڼ شمېر تورو قوانينو او د ظلمونو د لارې مقبوضه كشمير په يو پوځي چاؤڼۍ بدل كړې۔په خپل يو بيان كښې ده ووئيل له بده مرغه په مقبوضه كشمير كښې داسې ورځ نه تېرېږي چې پكښې بې ګناه كشميريان ماورائے عدالت نه وي قتل شوي٬ده ووئيل په حقيقت كښې هند د كشميريانو د منظمې نسل كشۍ د لارې د مقبوضه كشمير د ډيموګرافي بدلولو هڅه كوي او بايد نړۍ د دې نوټس واخلي۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو نه انحراف كولو سره او د لاكهونو كشميريانو په وينه خپل لاسونه سره كولو سره هند لپاره د جمهوريه ورځې لمانځل ډېر شرم ناك كار دے او داسې ډرامو سره هند په يو صورت هم نړۍ ته دوكه نه شي وركولې۔ده ووئيل ټوله نړۍ د هندي ځواكونو لخوا پھ مقبوضه كشمير كښې د بې ګناه ځوانانو او ماشومانو د شهيدولو او د دوي د بينائي ختمولو مناظر هره ورځ وينې۔وفاقي وزير ووئيل هم دا وجه ده چې نن كشميري اولس په مقبوضه كشمير كښې د اته لكه هندي ځواكونو د موجودګۍ نه يره نه لري او د هند د جمهوريه ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي۔وفاقي وزير ووئيل وخت راغلې چې نړۍ كشميريانو ته د دوي د خپلواكۍ حق وركولو لپاره خپل مثبت كردار ترسره كړي

مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável
متعلقہ مضامین
مزید خبریں