قام لپاره 23م مارچ د تاريخي ورځې حېثيت لري

image
APP14-22 ISLAMABAD: March 22 – Secretary Information, Shafqat Jalil inaugurating the photo exhibition “The Photographic Journey Through History” organized by Directorate Of Electronic Media And Publications in the federal capital. APP

اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكتر شفقت جلیل وئيلي دي قام لپاره 23م مارچ د تاريخي ورځې حېثيت لري٬ د پاكستان ورځ به بشپړه ولوله او جذبه لمانځلې شي٬ د قائد پاكستان رامخې ته كولو لپاره د تاريخي عكسونو نندارتون غوندې هلې ځلې ډېر اهميت لري۔ وفاقي سېكتر د جمعې په ورځ د ډائرېكټورېټ آف الېكټرانك ميډيا اېنډ پبلي كېشنز ترسېوري لاندې ايوان قائد اېف نائن پارك كښې د درې ورځني عكسي نندارتون پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې ووئيل دا نندارتون د پاكستان تحريك لپاره هلو ځلو كوٶنكو ته د عقيدت پېرزوئنو وړاندې كولو يوه ذريعه ده او زه په دې د ډائرېكټورېټ د هلو ځلو ستائنه كوم۔ ده هيله څرګنده كړه جې د پاكستان د موسئس قائداعظم محمد علي جناح پاكستان جديد فلاحي رياست جورولو تصور لپاره به كېدونكې هڅې ډېرې زر كاميابي شي۔۔ د دې نه وړاندې د اطلاعات سېكتر قامي بېرغ هسك كړو او يو خاص دستاوېزي فلم ٬ ملي نغمه ئې هم وكتل او د نندارتون څارنه ئې هم وكړه۔ وفاقي سېكتر ته په دې موقع د بريفنګ په مهال پاكستان لپاره د هلو ځلو كوٶنكو شخصياتو د 200 نه زيات عكسونه نندارتون كښې د اېښودو په اړه وئېلې شول۔ په دې موقع ډي جي ډېمپ شاهيرا شاهد ٬ پي آئي او ميا جهانګير اقبال ٬ دوهم ډي جي محمد طاهر او اېم ډي اے پي پي قمر الله چوهدري هم موجود وٶ

مضمون کا ماخذ : apostas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں