د دستور (بدلون) بل منظوري د قبائېلي ضلعو اولس لپاره د قدر وړ ډالۍ ده۔پير نورالحق قادري

image

اسلام آباد 10 مئی (اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئېلي دي چې د دستور بدلون بل منظوري د قبائېلي ضلعو اولس لپاره د قدر وړ ډالۍ ده۔د جمعې پھ ورځ په قامي اسبملۍ كښې د دستور بدلون بل 2019 باندې بحث كښې ده ووئيل د قبائېلي ضلعو به اوس په قامي اسمبلۍ كښې 12 عام چوكۍ وي او دغسې د صوبائي اسمبلۍ چوكۍ د 16 څخه 24 كولې شي۔د ټولو سياسي ګوندونو په مشاورت دا بل وړاندې كړی شوې۔ده ووئيل په قانون كښې بدلون او اصلاح د اولسي خواهشاتو ترمخه وي۔د قبائېلي ضلعو اولس د افغان جنګ په نتيجه كښې د نه كونكو ګناهونو سزا سره مخ شوې۔ده ووئيل د چوكو زياتولو په حقله د ټولو غړو مؤقف يو دې او دا د قبائېلي ضلعو اولس لپاره د قدر وړ ډالۍ ده

مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں