د امير قطر شېخ تميم بن حمد الثاني په درنښت كښې وزيراعظم هاؤس ته په راتګ د هركلي دستوره وشوه

image
APP50-22 ISLAMABAD: June 22 - Prime Minister Imran Khan and Amir of Qatar HH Sheikh Tamim Bin Hamad Al Thani standing in respect of the National Anthems of the both countries during official welcome ceremony. APP

اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د امير قطر شېخ تميم بن حمد الثاني په درنښت كښې وزيراعظم هاؤس ته په راتګ د هركلي درنه دستوره وشوه۔ په دستوره كښې د پاكستان او قطر قومي ترانې وغږول شوې۔ د وسله والو ځواكونو چټك ډلې معزز مېلمه ته سلامي وكړه۔ امير قطر ته د پاك فضائيه جے اېف 17 تهنډر الوتكو هم سلامي وكړه۔ وزيراعظم عمران خان معزز مېلمه سره د كابينې د غړو او امير قطر د خپل پلاوي غړو وزيراعظم عمران خان سره تعارف وكړو۔ د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني په وزيراعظم هاؤس كښې يو بوټې هم نال كړو۔ د دې څخه وړاندې د نور خان هوائي اډې ته په رارسېدو امير قطر ته د يوويشت توپو سلامي وكړې شوه۔ وزيراعظم عمران خان د امير قطر ګاډې د هوائي اډې نه تر وزيراعظم هاؤس په خپله وچلولو۔ د هركلې دستورې نه پس د وزيراعظم عمران خان او د امير قطر شېخ تميم بن حمد الثاني ترمېنځه په وزيراعظم هاؤس كښې يو په يو ملاقات وشو۔

مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں