اوسنې حكومت د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد د معاشي بحران څخه خلاصولو لپاره هڅې كوي۔ شاہ محمود قرېشي

image
APP48-19 MULTAN: February 19 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mehmood Qureshi talking to media persons at Circuit House. APP photo by Qasim Ghauri

اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي اوسنې حكومت د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد د معاشي بحران نه رابهر كولو لپاره سنجيده هڅې كوي۔ دا خبرې ده د پلډاټ مشر احمد بلال محبوب سره كړې چا چې د جمعې په ورځ د پلډاټ جوائنټ سېكترې آسيه رياض سره په خارجه وزارت كښې ليدل ۔ د ملاقات په مهال د حكومت په مثبتو پاليسو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وزير ووئيل د تحريك انصاف حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد د معاشي بحران نه رابهر كولو لپاره سنجيده هڅې كوي٬ هېواد كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ ودې لپاره مونږ اقتصادي سفارتكاري خپله كړې چې غوره نتيجې ئې رامخې ته كېږي۔ په دې موقع احمد بلال محبوب ووئيل د وزيراعظم عمران خان د وزيرانو د كاركردګۍ تللو اقدام د ستائنې دے۔ ده ووئيل د دې نه وړاندې حكومتونو هم دا ډول اعلانونه كړي وو خو د تحريك انصاف حكومت وړومبنې دے چې عملي ګامونه ئې پورته كړي دي

مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں