اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پی پی)د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئېلي دي د قامي سلامتيا تعلق معيشت سره دے او په هېواد كښې د كورني امنيت په صورتحال كښې ښه والې راغلې٬ امنيتي صورتحال كښې په ښه اقتصادي هلو ځلو مثبت اثرات مرتب شوي٬هغه د معيشت او امنيت شريك آغېز او نفوذ په سرخط سېمنار ته خطاب كولو۔د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په كوربتوب آرمي آډيټوريم كښې د معيشت او امنيت شريك اثر او نفوذ په سرخط سېمينار وشو چې پكښې د حكومت معاشي ډله او د هېواد كاروباري لارښودو ګډون كولو٬د سېمينار مقصد همغږۍ ته ودې وركولو تجاويز وو٬د داسې مباحثو مقصد ټولې ډلې په يو پليټ فارم وركول دي٬اقتصادي ډلې سوداګرې ورورولۍ د حكومتي اقداماتو څخه خبر كړه۔جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل خوشحالي د قامي سلامتيا ضروريات پوره كول او معاشي پرمختګ څخه راځي۔د پاك پوځ سرلښكر د ګډون كوونكو مننه وكړه۔د آئي اېس پي آر له مخې په سېمينار كښې كاروباري ورورورلۍ په كاروبار كښې د آسانيو په اړه خپل سفارشات وړاندې كړي٬كاروباري ورورولۍ په حكومتي اصلاحاتو په عملدرآمد كښې د مرستې باور وركړو٬كارو