اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسين وئيلي دي په رحيم يار خان كښې د ګنېش مندر پېښي غندنه كوو ٬ ګنېش مندر ته يوې ډلې د زيان رسولو هڅه كړې ، د هندو ورورولۍ مذهبي جذبات ته زيان رسوونكو كسانو له بايد سخته سزا وركړې شي، پاکستان څه هند نه دے ، دلته د كومې فاشسټ آئيډيالوجي حکمراني نشته ، د پاکستان په بيرغ كښې د دواړو رنګونو حرمت په مونږ فرض دے۔ د جمعي په ورځ رحيم يار خان كښې د ګنېش مندر پېښي په اړه خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم او چيف جسټس آف پاکستان د دې معاملې په ذاتي توګه نوټس اخستے۔ ده په واضحه كړه چې د پاکستان به بيرغ كښې د دواړو رنګونو حرمت په مونږ فرض دے، زمونږ لپاره سپين رنګ هم دوره حرمت لري څومره چې شين رنګ لري۔ سپين رنګ پاکستان كښې د مېشته اقليتونو حقونه په ګوته كوي۔ چوهدري فواد حسين ووئيل وزيراعظم، سياسي او پوځي قيادت او عدالتونه د يو ترقي پسند هېواد لپاره د پاکستان دا آئين تسليموي په كوم كښې چې د اقليتونو د حقونو د تحفظ لوظ شوے۔ده ووئيل بايد مونږ د پاکستانيانو ورونړو لپاره د نسل، رنګ يا عقيدې په بنياد د نخښه جوړونكو عناصرو په ضد اودريږو۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل انشاءالله د پاکستان سباؤن د يو داسې ترقي پسند هنواد دے چرته چې اقليتونه په بشپړه توګه محفوظ وي