سائنس او ټېكنالوجۍ لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه نن كېږي۔ د الېكټرانك ووټنګ مشين په اړه به بريفنګ وركولے شي

image

اسلام آباد۔25اګست(اے پی پی)سائنس او ټېكنالوجۍ لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه نن د زيارت په ورځ كېږي۔ غونډه كښې به د الېكټرانك ووټنګ مشين په اړه به بريفنګ وركولے شي۔ د قامي اسمبلۍ سېكرترېټ له مخې د سائنس او ټېكنالوجي قائمه كمېټۍ غونډه كښې به په نېشنل یونیورسټی آف ټېکنالوجی (بدلون) بل2020، یونیورسټی آف انجینئرنګ اېنډ اېمرجنګټېکنالوجی بل 2020 او په نېشنل مېټرولاجی انسټيټیوټ آف پاکستان بل 2021، غور كولے شي۔ د قائمه كمېټۍ غونډه به د كمېټۍ چيئرمېن ساجد مهدي په مشرۍ كښې د پارليمنټ هاؤس اسلام آباد په كمېټي روم نمبر 7 كښې كېږي۔ غونډه كښې به د كمېټۍ د تېرو سفارشاتو او په دغې د عملدرآمد جاج اخستلے شي۔ غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته به د پاكستان حلال اتھارټي كار ٬ كاركردګۍ او د الېكټرانګ ووټنګ مشين جوړولو په اړه بريفنګ وركولے شي۔ غونډه كښې به د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير په شمول د كمېټۍ غړي او اړوند چارواكي ګډون كوي

مضمون کا ماخذ : فائر جوکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں