اسلام آباد 24 جون (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف آئی ایم ایف سره د پروګرام بشپړولو لپاره د پاکستان د عزم پخلي كولو سره ووئيل پاکستان د خپل ټول کمټمنټس پورا کولو جذبه او عزم لري،د پاکستان اولس له ریلیف وركول د هغوي حق دې، معاشی مشکلاتو د اولس ستونزي زياتي كړي كومي چې د هغوي د برداشت څخ بهر دي، د اولس ریلیف او معاشی حقائق ترمينځه توازن غواړو۔د وزیر اعظم آفس پریس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو خرګندونه ده د آئی ایم ایف مینجنګ ډائریکټر سره پیرس كښې لندن ته تللو څخه وړاندې د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف او د آئی ایم ایف ایم ډی ترمينځه پیرس كښې درې ملاقاتونه شوي۔ وزیراعظم شهباز شریف د آئی ایم ایف سره پروګرام بشپړولو د پاکستان د عزم پخلې وكړو۔ د پاکستان معاشی حقیقتونو په اړه غور په کولو وزیراعظم شهباز شریف د آئی ایم ایف ایم ډی وستائلو ۔ ده ووئيل پاکستان خپل ټول کمټمنټس پورا کولو جذبه او عزم لري۔ وزیر اعظم په خپلو خبرو كښې ووئيل پاکستان زياتو معاشی چیلنجونو څخه وېستلو كښې د نړۍ د معاونت قدر کوي، سېلاب معاشی مشکلات نور هم زيات كړې خو پاکستان د دې باوجود خپل اولس له ریلیف وركړې۔ وزیر اعظم شهباز شریف ووئيل د پاکستانی اولس له ريليف وركول د هغوي حق دې۔ده ووئيل د اولس ریلیف او معاشی حقائق ترمينځه توازن غواړو۔ وزیر اعظم شهباز شریف ووئيل معیشت بيرته په خپله لاره راوستل د آئی ایم ایف اهداف ترلاسه كولو لپاره ضروری دې۔وزیراعظم ووئيل پاکستان د عمر په شان د نړيوالي ورورولۍ سره خپل عزم او لوظونه ترسره كوي۔آئی ایم ایف مینجنګ ډائریکټر وزیر اعظم شهباز شریف د پاکستان لپاره عزم وستائلو