د ځوانانو ترمنځه د يو لك لېپ ټاپ وېش دې دعا سره بيا پېل كېږي “ځوانان دې د پرمختګ بام ته ورسي” دا ھغه پروګرام دې كوم چې فتنې٬ فساد او د اړي ګړي منصوبه ساز “سياسي رشوت” ګرځولو سره علم دښمني كړې وه۔ وفاقي وزيره مريم اورنګزيب

image

اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شريف د خپل قائد نواز شريف ځوانان د سباٶن معماران جوړولو او دوي د پرمختګ په لاره د روانولو وژن بيا عملي كول پېل كړے دے٬ علم سره د مينې لرونكو ځوانانو ترمنځ د يو لك لېپ ټاپ وېش دې دعا سره بيا پېل كېږي ” ځوانان دې د پرمختګ بام ته ورسي” د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې وفاقي وزيرې ووئيل دا ھغه پروګرام دې كوم چې فتنې٬ فساد او د اړي ګړي منصوبه ساز “سياسي رشوت” ګرځولو سره علم دښمني كړې وه۔ دې ووئيل دا پروګرام ځوان كول ته د عصري ټېكنالوجۍ سهولت وركولو د لارې تعليم او هنر ښودلو ٬ كاربارو لپاره سرمايه وركولو او د دوئي صحت مند جوړولو سره په مثبت فعاليتونو كښې د دوئي د شاملولو رڼا ده كومه به چې هغه ناوړه تور سوچ ختم كړي كوم چې ځوانان مړه كېدو ٬ د بل وژلو او اور لګولو پلو پاروي۔ د خپلو ناوړه ارادو ترسره كولو له ځوانانو له د لېپ ټاپ په ځايې پټرول بم ٬ ټوپك ٬ لينده او ډنډې وركوي۔ د هغوي په لاس د ودانيو٬ قومي ادارو او د شهيدانو د يادګارونو بې حرمتي كوي او د دوئي په ضد پروپېګنډه مهم چلوي۔

مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں