په اګست كال 2023 كښې به اقتدار لنډمهاله حكومت ته وسپارو٬ په 15 مياشتو كښې مو د څلورو كالو د بربادۍ ملبه پاكه كړې٬ د پاكستان د مفاداتو په لاره كښې خپور كړې شوې مائن مو پاك كړي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف قام ته وېنا

image

اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې په اګست كال 2023 كښې به اقتدار لنډمهاله حكومت ته سپارو٬ په 15 مياشتو كښې مو د څلورو كالو د بربادۍ ملبه پاكه كړې٬ د پاكستان د مفاداتو په لاره كښې خپور كړې شوې مائن مو پاك كړي، معيشت، خارجه اړيكې، توان او د امن او امان پشمول په نورو څانګو كښې بدترين بدانتظامي٬ كرپشن، نا4اهلي او د سازشونو لګولې شوې اور مو يخ او مړ كړې٬ د 15 مياشتو د لنډې مودې نااميدۍ او تيارو څخه د اميد رڼا پلو يو پرعزم سفر ٶ، آئي اېم اېف سره د ستونزو باوجود په لوظنامه كښې كامياب شو، مونږ رياست بچ كولو لپاره د خپل سياست قرباني وركړې٬ د دوست هېوادونو چين٬ سعودي او متحده عرب امارات مرسته به كله هېره نه كړو، پاکستان پخپلو پښو د ودرولو عظيم مقصد لپاره د معاشي بحالۍ يو جامع پلان تيار كړې شوېدے، څنګه چې مونږ دعا كوٶ چې د 9مې مئي غوندې توره ورځ دې بيا د قام په ژوند كښې رانشي ٬ دغسې اوس قام هم يو موټې شوې دې چې د قرض ژوند نامنظور دے٬ قام به د نواز شريف د كال 2013 نه تر 2018 د دور غوندې بيا د معاشي ستونزو نه خلاصوٶ، روزګار به وركوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ قام ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل په اپرېل كال 2022 كښې چې اولس د وزيراعظم په توګه كومه ذمه واري سپارلې وه د هېواد فلاح او د اولس د ښګړې او د خدمت دا مقدس امانت به په اګست كال 2023 كښې لنډمهاله حكومت ته وسپارو، په 15 مياشتو كښې مو د څلورو كالو د بربادۍ ملبه پاكه كړې٬ د پاكستان د مفاداتو په لاره كښې خپور كړې شوې مائن مو پاك كړي، معيشت، خارجه اړيكې، توان او د امن او امان پشمول په نورو څانګو كښې بدترين بدانتظامي٬ كرپشن، نااهلي او د سازشونو لګولې شوې اور مو مړ كړې٬ د 15 مياشتو د لنډې مودې نااميدۍ او تيارو څخه د اميد رڼا پلو يو پرعزم سفر ٶ، هر څه د لاس نه وركولو سره د څه ترلاسه كولو پېل ٶ٬ د تخريب٬ اړي ګړي او د فساد د لارې نه تعمير پلو د راګرځېدو سفر ٶ٬ د معاشي تباهۍ نه وتلو سره معاشي استحكام پلو د راګرځېدو سفر ٶ۔ وزيراعظم ووئيل د تنهائې نه وتلو سره د وفا او باوري دوستانو او ملګرو محفل ته د ستنېدو سفر ٶ٬ دا په سېلاب كښې د راګېر درې كروړه 30 لكه مينه والو د لاس نيولو٬ د دوي تباه شوې خونې او پټي د بيا ودانولو سفر ٶ، د بې روزګارۍ نه بيا د روزګار وركولو او ګرانۍ ځپلې اولس ته د څه ريليف وركولو سفر ٶ٬ دا د انساني عظمت٬ وقار٬ د قامي خپلواكۍ٬ د ميډيا٬ د رائيو د اظهار او د وګړو د آزادے د بحالۍ سفر ٶ۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان په جمهوري تاريخ كښې دا د خپل نوعيت يوازنې منتخب اتحادي حكومت ٶ كوم چې لنډې مودې لپاره جوړ شوې او د پاكستان د تاريخ د ټولو لوے چلېنجونو او ستونزو ئې مخه نيولې۔ وزيراعظم ووئيل دي حكومت په اصليت كښې يو معيار٬ يو مثال او يو سمت متعين كړې٬ چې په لنډ وخت كښې د بې شمېره ستونزو او سازشونو باوجود هېواد او قام د بحرانونو نه رابهر كېدې شي خو شرط صرف دا دے چې په لوي څښتن د باور نه پس ديانتدارۍ٬ زيركتيا٬ اجتماعي بصيرت او د شپې او ورځې پرله پسې محنت سره دې كار وكړې شي او مونږ هم دغه لاره اختيار كړه۔ وزيراعظم ووئيل په دې مووده كښې مونږ د سياست نه د رياست حفاظت كړې٬ مونږ رياست ساتلو لپاره د خپل سياست قرباني وركړې٬ د ووټ بېنك فكر مو نه دې كړې كو د سټېټ بېنك د پانګو زياتولو مو پرله پسې فكر كړې٬ د معاشي بحالے په لاره كښې لوے خنډ د آئي اېم اېف ھغه پروګرام ٶ كوم چې تېر حكومت په سختو شرطونو كړې او بيا ئې خپله ماتولو سره هېواد ديواليه كېدو ته رسولې، مونږ د دغه پروګرام د بحالۍ په هڅو كښې ٶ او پخواني حكمران د دې د ناكامۍ په سازشونو كښې شپه او ورځ مصروف وو، د دغه وطن دښمنه سازشونو باوجود مونږ همت پرې نه ښودو او د آئي اېم اېف پروګرام مو بحال كړو او د دې نه پس اوس پاکستان د ديواليه كېدو خطر او د دوي ناوړه خواهش دواړه خاورې شوي۔ وزيراعظم ووئيل د چين صدر شي جن پنګ، د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان او د متحده عرب امارات صدر محمد بن زېد النهيان چې پاکستان د معاشي ستونزو نه بهر كولو كښې كوم كردار لوبولې ھغه د ستائنې وړ دے۔ وزيراعظم ووئيل په سفارتي كچه خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د ستړو هم ستائنه كوم٬ د پاکستان معاشي استحکام لپاره د خزانې وزير سينيټر اسحاق ډار او د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير هلو ځلو هم ستائن كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل قرض اخستو اخستو سره زمونږ عادت جوړ شوې بلكې خپل عزت او وقار مو هم مجروح كړې٬ اوس وخت راغلے چې مونږ پخپلو پښو ودرېږو، خپل د لاسه وركړې شوې مقام بيا ترلاس كړو د دې نه علاوه بله لاره نشته٬ د دې عظيم مقصد ترلاسه كولو لپاره د معاشي بحالۍ يو جامع قامي پلان جوړ كړې شوې دې٬ د قامي سرمايه كارۍ فيسيلي ټيشن کونسل جوړ كړې شوې دې او كونسل خپل كار په تندۍ سره پېل كړې دې٬ زراعت، صنعت، معدنيات، توان، آئي ټي او د دفاعي پيداوار په څانګو كښې خلېجي هېوادونو څخه د سرمايه كارۍ لاره هواره شوې ده۔ وزيراعظم قام له باور وركړو چې دې قامي اېجنډے ته به وفاقي حكومت، ټول صوبائي حكومتونه او عسکري ادارې به د يو حكومت سوچ سره د اجتماعي دانش او زياتو ستړو سره دا منصوبه كاميابۍ ته رسوي ۔ وزيراعظم کاروباري او سرمايه کار ورورولۍ باور په رو رو بحالېږي٬د نړيوال رېټنګ اېجنسۍ “فچ” د پاكستان رېټنګ ټرپل سي كول د دې خبرې واضح ثبوت دے۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل لخوا پاكستان كښې د بشري حقونو د صورتحال د بهترۍ ګواهي راغلے ده، په نړيوال فريډم انډيکس كښې د پاکستان اووه درجے بهتري شوې ده۔ وزيراعظم ووئيل په 30 جون د آئي اېم اېف د سټاف لېول لوظنامه اعلان شوې، د دې په نتيجه كښې د 3 جولائي په وړومبۍ كارباري ورځ سرمايه كارو د سټاك ايکسچينج د لارې د خپل بشپړه باور څرګندونه كړې٬ کے اېس سي 100 انډيکس كښې د 2446 پوائنټس اضافه شوې كومه چې د پاكستان په تاريخ كښې په يوه ورځ كښې تر ټولو زياته اضافه ده، سټاك ايکسچينج د 45 زره پوائنټس كچې نه اوړېدلې دې كوم ه چې د تېرو 14 مياشتو موده كښې تر ټولو لوړه كچه ده۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان د كرنسۍ قدر پرله پسې زياتېږي٬ د 1150 اربه روپو تاريخي پرمختيائي بجټ، زراعت لپاره د دوه زره اربه روپو كسان پېكج٬ زرعي ټيوب وېلز د لمر په توان د منتقلۍ٬ د 80 اربه روپو په لګحت د وزيراعظم ځوانانو لپاره د پروګرام پېل٬ زراعت، صنعت او د آئي ټي پشمول په نورو څانګو كښې د سود نه غېر او د رعايتي قرضو وركولو نه علاوه ذهين زده كوٶنكو ته لېپ ټاپس، تعليمي وظيفې وركول، مېرمنې اختيار منې جوړول٬ د شهيدانو كورنيو ته خاص وظيفې وركول٬ ګرد هېواد كښې تعليم ځايونو٬ د انفراسټركچر منصوبو په تندۍ سره بشپړتييا او د نوې منصوبو پېل د پاكستان د معاشي بحالۍ د سفر يو څو جهلكۍ دي ۔ وزيراعظم ووئيل اوس مونږ سره يوه لاره دي كچكول ماتول٬ قرض دارې پاتې كېدل پرېږدے٬ د پرله پسې خوارۍ لاره خپله كړئ٬ د مختاجۍ زنځيرونه مات كړئ٬ پخپلو پښو ودرېږئ او د دې وړومبۍ ډله به اولس له جوړېدل وي۔ وزيراعظم ووئيل دا سفر هله ترسره كېدې شي٬ زنځيرونه هلې ماتېدې شي كه مونږ په محنت مضبوط زړه سره باور لرو٬ لوظونه ترسره كوٶ٬ په ديانتدارۍ سره د اولس او هېواد د خدمت رېكارډ لرو څنګه چې مونږ دعا كوٶ چې د 9مې مئي توره ورځ دې به ا د قام په ژوند كښې رانشي، دغسې چې اوس قام يو موټې شي چې د قرض ژوند نامنظور دے۔ وزيراعظم ووئيل وزيراعظم ووئيل كركه ختمه كړۍ مينه تقسيموٶنكې قام جوړ شئ هم دا د لوي څښن امر او د محمدۖ سنت دي، دا د شاعر مشرق علامه اقبال او د بابائے قام قائداعظم محمد علي جناح پېغام دے

مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں