د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژې څخه په منطقه كښې د خوشحالۍ نوې سفر پیل شوې۔وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د سي پېك لس كلنې دستورې په موقع وينا

image

اسلام آباد31 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ ٬ اصلاحات او خاص اقداماتو وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي چې د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژې څخه په منطقه كښې د خوشحالۍ نوې سفر پیل شوې او په لكهونو كسانو ته د روزګار موقعې وركړې٬ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په سي پېك پروژه كښې نوې روح پوكلے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د سي پیك لس كلنې دستورې په اړه راجوړ كړی شوې دستورې ته په خپله وينا كښې وكړه۔ ده ووئيل چې د چين نائب وزيراعظم هي لي فينك دوره د اهميت وړ ده٬ د سي پېك په لس كاله پوره كېدو نائب وزيراعظم د صدر شي جن پنګ نمائندګي كوي٬ د پاكستان حكومت د چين مشرتابه او اولس مننه كوي چا چې په سختو حالاتو كښې د پاكستان سره د ملګرتيا حق ادا كړې۔ احسن اقبال ووئيل چې موجوده حكومت د تېرو 14 مياشتو په مهال د سي پیك په اړه په كار پېشرفت ګړندې كړې۔ده ووئيل كله چې څوك هم په پاكستان كښې د يو ډالر سرمايه كارۍ ته تيار نه وو٬ د سي پیك له مخې پاكستان ته د اربونو ډالرو سرمايه كاري ترلاسه شوې۔ د سي پیك 10 كاله بشپړیدل تاريخي سنګ ميل دې۔ د دې د لارې پاكستان ته د سياسي څانګې سره سره اقتصادي څانګه كښې هم مرسته ترلاسه شوې۔ ده ووئيل چې د سي پېك په وړومبي پړاؤ كښې د 25 ارب ډالر سرمايه كاري پاكستان كښې رېكارډ بهرنۍ سرمايه كاري ده٬ كومه چې پاكستان كښې د لكهونو خلقو د روزګار موجب جوړ شوې٬ د پاكستان انډسټرۍ لپاره نوې ډيمانډ پېدا شوې او پاكستاني انجينئرز او وركرز د نوې ټېكنالوجۍ څخه ورشناس شوې او هغوي ته تربيه ترلاسه شوې۔ چين پاكستان اقتصادي راهداري(سي پېك)10 كلنې دستورې له مخې پاكستان او چين د ګل په ورځ دوه اړخيزه مرسته لا زياتولو او د دواړو هېوادونو ترمينځه قوي اقتصادي اړيكو ته ودې وركولو لپاره د تفاهم په شپږو يادښت لاسليك كړے۔ ده ووئيل چې سي پیك د دواړو هېوادونو ترمينځه د يوې ښكلې ګلدستې حېثيت لري۔ ده ووئيل چې د سي پېك له مخې په هېواد كښې د فائبر آپټك د لارې پاكستان ډيجيټل بيك بون بشپړ كړې شوې٬ ملتان سكهر موټروے٬ هزاره ايكسپرېس وے جوړه كړی شوې٬ ګوادر پورټ جوړ شوې٬ ايسټ بے ايكسپرېس وے جوړه شوې٬ په ګوادر كښې سكول٬روغتون او ټيكنيكل تعليم لپاره ووكېشنل سينټر جوړ كړې شوېدے

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں