ټول مسلكونه د امن وضعه برقرار ساتلو له يو موټے دي٬ حافظ طاهر محمود اشرفي

image

فېصل آباد ۔ 11 جولائی (اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي ټول مسلكونه د امن وضعه برقرار ساتلو له يو موټے دي٬ ټول دې په محرم الحرام كښې خپل عبادتونه په خپله خپله طريقه ادا كړي۔ خپل مسلك دې نه پرېږدي او د بل مسلك ته دې ګوته نه نيسي٬ ټولو مذهبي ګوندونو د هېواد سلامتيا له په محرم الحرام كښې د امن او يووالي متفقه قرارداد منظور كړے٬ كله چې هم كومه مسئله رامخې ته شوې نو د مذهبي همغږۍ كمېټۍ خپل كردار ترسره كړے۔ ده په ډپټی کمشنر آفس فېصل آباد كښې په محرم الحرام كښې د امن وضعې برقرار ساتلو او د همغږۍ په اړه غونډې څخه وروستو خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ طاهر اشرفی ووئيل مونږ په سوشل ميډيا يوه وېډيو وليدله چې په فلانكي ښار كښې يوه پېښه رامخې ته شوې خو چې تحقيق وكړے شو نو معلومه شوه چې دا درې كاله پخوانۍ ده۔ ده ووئيل زمونږ دښمن مونږ فتنو سره مخ كول غواړي خو مونږ ټولو له به امن ٬ يووالې ٬ عزم٬ استحكام او د هېواد سلامتيا باوري كول وي۔ ده ووئيل عزم استحکام د امن مشن مخ په وړاندې بوتللو نوم دے۔ ده ووئيل مونږ غواړؤ چې انتها خوښي او شدت خوښي ختمه شي۔ ده ووئيل د محرم الحرام په موقع دې ټول مكاتب فكر د يو بل د مقدساتو احترام وكړي۔ حضرت امام حسېن يوازې د مسلمانانو نه بلكې د ټول انسانيت لارښود دے۔ ده ووئيل ټولې رياستي ادارې د خپلو ځواكونو ترڅنګ ولاړې دي۔ ده ووئيل زمونږ ځواكونه ٬ اولس او علماﺀ كرام د خپل هېواد په دفاع كولو پوهېږي او مونږ كړې هم ده۔ ده ووئيل مونږ له به د امن او يووالي د لارې د هر ډول فرقه واريت ٬ شدت خوښۍ او انتها خوښۍ مخه نيول وي

مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں