آئين كښې د ټولو ادارو فرائض او د كار دائره واضحه ده ٬د آئين تشريح کول د عدليې كار دے ، يواځې پارليمنټ آئين بيا ليكلے شي۔خواجه محمد آصف

image

سيالکوټ 13جولائي (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي آئين كښې د ټولو ادارو فرائض او د كار دائره واضحه ده ٬د آئين تشريح کول د عدليې كار دے ، يواځې پارليمنټ آئين بيا ليكلے شي۔ د مخصوص چوكو په پريكړه كښې په ظاهره د آئين آرټيکل 51 او 106 ري رائټ شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په سيالکوټ كښې په خپل كور كښې نيوز کنفرنس کولو سره وكړه۔په دې موقع د صوبائي اسمبلۍ غړي محمد منشاءالله بټ ،چوهدري فيصل اکرام پشمول د مسلم ليګ (ن) کارکنان ګڼ شمير كښې موجود وو۔ده ووئيل زما په خيال د تيرې ورځ پريكړه آئيني پريكړه نه وه ٬ څوك چې د پريكړې فريق نه ؤ هغه له ريليف وركړې شوې۔ده ووئيل زه د عدليې لوئ عزت کوم۔په دې پريكړه كښې د آئين آرټيکل 51 او 106 ري رائټ شوې دې۔د آئين ليكلو يا ري رائټ او ترميم کولو اختيار يواحې پارليمنټ ته ترلاسه دے۔دې څخه وړاندې د 63 اے په لړ كښې هم داسې شوې۔پي ټي آئي د دغه چوكو دعويٰ هم نه ده كړې او نه ئې كوم ريليف غوښتلې ؤ ، عدالت ته خو سني اتحاد کونسل تللے ؤ۔ده ووئيل په قانوني توګه پارليمان كښې هغه وخت ناست غړو حلف نامه جمع کړې شوې، دغه عمل بيا نه شي كيدلې۔ده وئويل په سېنېټ كښې مسلم ليګ (ن) په 2018 كښې د داسې حالاتو سره مخ شوې ؤ۔ ټولو ته معلومه ده چې آزاد غړي د خپلې خوښې يا د خواهش په انتخابي نښو ټاكنو كښې برخه اخلي۔ پي ټي آئي کوم هم غړي بيان حلفي نه ؤ جمع کړې او نه ئې اليکشن کمېشن يا د پېښور هائي کورټ كښې په دې اعتراض داخل کړې۔

مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں