اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د ټ??لي كميونيكېشن ټېكنالوجۍ د لارې پاكستان كښې د صحت ٬ تعليم ٬ معيشت او كركيلې ??شمول بېلا بېلو څانګو كښې د پرمختګ غېر معمولي عمل روان دې٬ چې په نتيجه كښې به ئې هېواد كښې لا پرمختګ وشي او معاشي استحكام به راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د ټ??لي نار ګروپ صدر او سي اي او سګوے برېكي سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د خپل پلاوي سره د ګل په و??ځ اولس مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كړې۔ په دې موقع د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دوهمه و??يره انوشه رحمان او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل هېواد كښې د تهري او فور جي ټېكنالوجۍ معرفي كېدو نه پس د ټ??لي كمېونيكېشن په څانګه كښې انقلابي بدلۍ رامخې ته كېږي۔ ټېلي نار د ټ??لي كميونيكېشن په څانګه كښې د تحقيقي هلو ځلو ودې لپاره د پاكستان د پوهنتونونو په مرسته تحقيقي مركزونه جوړولې شي ۔ اولس مشر ووئيل اوسني حكومت سرمايه كارو لپاره ګڼ شمېر مراعات معرفي كړې دي كومو څخه چې خارجي سرمايه كار بشپړه ګټه پورته كولې شي۔