اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د دفاع وزير او د اروپائي پارلماني دوستې ډلې كنوينئ?? خرم دستګير خان وئيلي دي چې د جي اېس پي پلس درجه د پاكستان مثبته كاميابي ده٬ د جي اېس پي درجې نه پس اروپا ته د پاكستان په برآمداتو كښې 39 فيصده اضافه شوې۔ده دا خبرې د خالي په ورځ د اروپائي اېتلاف د ملټري كمېټې مستقل چيئرمېن ج??رال ميخائيل كوستاراكوس د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔ د دفاع وزير د پارلماني پلاوي ??ره د برسلز په څلور ورځنې دوره دے۔ په پلاوي كښې د ??وم?? اسمبلۍ پخوانې سپيكره ډاکټر فهمیدہ مرزا ،چیئرمین نیشنل اسمبلي کامرس کمیټي سراج خان او چیئر مین سینټ کامرس کمیټي ??بل?? فراز شامل دي۔ خرم دستګير خان ووئيل چې پاكستان او اروپائي اېتلاف مرسته او اړيكې د جمهوريت او وګړو د حقونو د تحفظ د شريكو اقدارو په بنياد دي۔ ده ووئيل چې پاكستان د مېرمنو٬ اقليتونو او د ماشومانو پشمول د ټولنې د محروم طبقو تحفظ لپاره ډېرې هڅې او قانون سازي كړې۔