اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وزير احسن اقبال وئېلي دي اسلام آباد پ??ليس به نه يوازې د هېواد بلكې د سيمې لپاره مثال جوړولې شي٬څوك چې څومره هم طاقتور ولې نه وي په كوم كمزوري به ظلم نه شي كولې۔د زيارت په ورځ سېكرټرېټ تاڼه كښې د ماډل تاڼې پرانستې په موقع دستورې ته په خپل خطاب كښې د كورنيو چارو وزير احسن اقبال ووئيل درې كاله وړاندې د منصوبه بندۍ او پرمختګ ??زا??ت وزير په حېث ما سپارښتنه كړې وه چې ماډل پوليس سټېشن دې جوړ كړی شي٬له بده مرغه په دې كار كښې تاخير وشو۔د كورنيو چارو ??زا??ت چارج اخستو سره ما د دې منصوبې بشپړولو سپارښتنه كړې او نن د هغې تكميل دې٬په دې زه تاسو له مباركي دركوم۔ده ووئيل موجوده نړۍ د ټېكنالوجي او ډيجيټل انقلاب نړۍ ده٬مونږ له به خپل ځان د نوي دور تقاضو سره سمول وي ځكه چې د ټېكنالوجي سره نړۍ بدلېږي۔دې لپاره به مونږ له هم خپل ځان بدلول وي۔ده ووئيل دا د سمارټ پوليسنګ دور دے كوم كښې چې د ټېكنالوجي څخه د استفادې كولو نه غېر د پ??ليسنګ تصور ممكن نه دے۔ده ?? اسلام آباد پ??ليس ته د سمارټ پوليس جوړېدو سپارښتنې سره ووئيل د اسلام آباد پ??ليس له به جديده ټېكنالوجي وركولې شي او دا به نه يوازې د هېواد بلكې د سيمې لپاره مثال وي۔احسن اقبال ووئيل د كميونټي د مرستې نه غېر كاميابي مشكله ده٬د وګړو سره اړيكو جوړولو له به پوليس له تربيه وركولې شي او د اېس اېچ او لپاره د ليډر شپ ټريننګ كورس ته اړتيا ده ??غسې چې د كميونټي باور ترلاسه كړې شي۔د دې څخه وروستو وفاقي وزير ان??پكټر فياض رانجها٬انسپكټر انيس اكبر٬سب ان??پكټر طارق سعيد٬هېډ كانسټېبل راشد يونس٬هيډ كانټسېبل سعيد ولي او د طاهر پشم??ل فرورۍ مياشت كښې په ښه كاركردګۍ تعريفي اسناد او ان??امونه وركړل