اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) وړومبنۍ مېرمن ب??ګم محموده ممنون حسېن وئېلي دي د پاكستان په تحريك كښې د مادر ملت فاطمه جناح٬ب??ګم رعنا لياقت علي خان٬ب??ګم وقار النسا كردار څوك هېرولې شي٬ملاله يوسف زئي٬ارفع كريم٬ثمينه بېګ٬شرمين عبيد چينائي٬حديقه شبير٬انوشه رحمان او د شازيه پروين د كارنامو په نتيجه كښې په ټوله نړۍ كښې د پاكستان مثبت تاثر راپېدا شو??٬د مېرمنو د نړيوالې ورځې لمانځلو مقصد د هېواد د نيمې نه د زياتې آبادۍ د مېرمنو د حقونو او وقار تحفظ كولو سره هغوي بااختياره كول دي چې دغسې دوي په قامي ژوند كښې موثره مقام ترلاسه كړي او په دې نيك كار كښې شركت زمونږ د ټولو ذمه واري ده٬وړومبۍ مېرمن دا خبرې د هلال احمر ويمن فورم تر سيوري لاندې د مېرمنو نړيوالې ورځې په موقع جوړې شو?? دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔په دس??ور?? كښې په لويه شمېره مېرمنو ګډون وكړو۔ب??ګم محموده ممنون حسېن ووئيل اوسني حكومت د مېرمنو د حقونو تحفظ او دوي له ښه چاپیرچل لپاره ډېر اقدامات كړي چې پكښې په پارلمان كښې د مېرمنو نمائندګي٬په سركاري ملازمتونو كښې د هغوي كوټه او د كار په ځاې د زورولو په ضد قانون سازي شامله ده او په ټوله نړۍ كښې دا ستائېلې شو??۔هغې ووئيل ښځې ته اسلام هغه حقونه او احترام وركړې چې په تاريخ كښې يې مثال نشته٬په اسلام كښې نه په ښځه او سړي كښې فرق شو?? او نه دوي ته د يو بل مقابل او د حريف حېثيت وركړې شو?? بلكې د دې په ضد يې سړې او ښځه د يو ګاډي دوه پائې ګرځولي دي