اسلام آباد ۔ 11 مارچ (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي و??ير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي مسلم ليګ (ن) په خپل 5 كلنه دور كښې د تاريخي پرمختيائي كارونو د لارې د اولس تقدير بدل كړې۔ د پرمختيائي كارونه دائره كار نن خنجراب څخه تر ګوادر خپور شوې۔ ده و??ئ??ل تحریک انصاف د سا??شونو او د نجوميانو پېشګوئي نه سوا بل هېڅ نه لري۔ د اتوار په ورځ خپل بيان كښې ده و??ئيل د حكومت د مېګا منصوبو په سوب بلوچستان ، فاټا او د ګلګت بلتستان سيمو ته زياته ګټه رسېدلې او سباؤن كښې به دا سيمې د پاكستان د ترټولو زياتې خوشحاله سيمو په توګه پېژندلې شي۔ ده و??ئيل د سی پېک منصوبې ترمخه به راروانو څو كلونو كښې پاكستان كښې زبردسته ترقي و??ي او د پاكستان شمېره به د منطقې په مضبوطو هېوادونو كښې كېږي۔ ده و??ئيل نواز شريف چې څنګه په چېلنجونو قابو موندلې مثال نه لري او دې سره د مسلم ليګ په مقبوليت كښې زياته اضافه شوې۔ ده و??ئيل سره د سا??شونو په اولس كښې مسلم ليګ ن ګوند او نواز شريف لا مقبول شوې او د لكھونو په شمېر وګړو د نواز شريف په اولسي غونډو كښې ګډون ددې ښكاره ثبوت دے۔ ده و??ئيل د خپلې ناقصې پالېسۍ په سوب تحریک انصاف او پیپلز ګوند د كال 2013ﺀ په مقابله كښې زيات كمزورې شوي دي او ددواړو ګوندونو كارمندان مايوسۍ سره مخ دي۔