اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) د پاك بحريه مشر اېډمرل محمود ظفر محمود عباسي ته د چيف آف جنرل سټاف رائل سعودي آرمډ فورسز لخوا”كنګ عبدالعزيز مېډل آف ايكسيلينس” وركړی شوې۔د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفرمحمود عباسي د سعودي ځوا??ون?? د مشر په بلنه د سعودي په سركاري دوره تللې۔د دورې پھ مهال د پاك بحريه مشر له د مېډال وركولو لپاره تېره ورځ د سعودي رياض ښار كښې يوه پياوړې دستوره وشوه۔د پاك بحريه مشر د سعودي رائل آرمډ فورسز مشر چيف آف سټاف جنرال فياض دالرويلي سره ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې پھ وظيفائي چارو او د دواړو هېوادونو ترمينځه په دوه اړخيزه دفاعي مرسته خبرې وشوې۔د سعودي ځوا??ون?? مشر د ??اك??تان او سعودي ترمينځه د تاريخي او قوي اړيكو په خاص توګه ذكر وكړو۔ده په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د ??اك??تان د مهم كردار او كاركردګ?? ستائنه وكړه۔د ملاقات نه پس د دستورې په مهال د پاك بحريه مشر ته مېډال وركړی شو كوم چې د سعودي ځوا??ون?? تر ټولو لويې اعزاز دے۔پھ رياض كښې د سعودي ځوا??ون?? مشر د پاك بحريه مشر هركلے وكړو او يوې چټك ډلې د ته سلامي وكړه۔د دې نه پس د بحريه مشر د سعودي د رائل نيول فورسز كمانډر سره ملاقات وكړو چې پكښې د شريكې خوښې چارو پشمول په بحري مرسته او په بحر هند كښې د امنيت په چارو خبرې وشوې۔دوي د نسيم البحر مشقونو ستائنه هم وكړه۔د پاك بحريه مشر لخوا دې دورې سره به د دواړو هېوادونو د بحري ځوا??ون?? ترمينځه اړيكې لا قوي شي