اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) سېنېټ مقبوضه کشمیر كښې په بې ګناہ کشمیریانو د هندي ظلم او ری??ست?? جبر په ضد قرارداد په اتفاق سره منظور كړې۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د مخالفې ډلې مشرې سناتورې شیری رحمان قرارداد وړاندې كړو۔ قرارداد كښې وئيلې شوې دا ایوان مقبوضه کشمیر كښې د هندي ری??ست?? جبر غندنه كوي چې په نتيجه كښې ئې د هندي عسكرو او پوليس د لاسه ګڼ كسان مړھ او ژوبل شوې۔ دا ایوان د شهیدو شوو كسانو كورنيو سره غمرازي كوي او د ک??میريانو سره د يووالې څركندونه كوي دغسې ايوان د ری??ست?? ترهه ګرۍ په ضد د كشميريانو د آزادۍ لپاره هلو ځلو او خپلواكۍ له د يووالې څرګندونه كوي۔ قرارداد كښې وئيلي شوي د څو لسيزو راهسې د ک??میر اولس د هندي عسكرو د ری??ست?? جبر سره مخ دے او په دې مهال ګڼ كشميريان شهيدان شوې دغسې ځينې ژوبل شوې هم دي او وګړي په ذهنی توګه معذور کړې شوې ۔ قرارداد كښې وئيلې شوي په مقبوضه کشمیر كښې د طاقت بې دریغه استعمال د بنیادی بشري حقونو خلاف ورزی ده۔هند خبرو اترو ته كېښنولو او د ک??میر مسئلې امناكه حل لټولو له فشار اچولو سره تاؤ ترېښوالې ختم??دې شي۔ ایوان کشمیریانو له باور وركوي چې پاکستان به هر ډول اخلاقی، سیاسی او سفارتی مرسته روانه ساتي۔ دا ايوان پھ اسلامی نړۍ ، او آئی سی، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو په تنظیمونو او نورو ادارو زور راوړي چې هند د اړخه د ملګرو ملتونو د چارټر او د ملګرو ملتونو د قراردادونو د خلاف ورزیو غندنه وكړي او حکومت ته سفارش کوي چې په ټول نړيوال فورمز د ک??میر مسئله پورته كولو له يو خاص استازې غوره كړي۔ ایوان په حکومت زور راوړي چې د ک??میر مسئلې لپاره د ملګرو ملتونو د اړخه خاص استازې غوره كولو له هم ټول ضروری اقدامات وكړي۔