اسلام آباد 15 اپرېل (اے پي پي) په لاهور كښې د سترې محكمې ??ج جسټس اع??از??لاحسن په كور د ډزو دوه پېښې رامېنځ ته شوې دي۔ د ډزو نه پس د پاكستان ستر قاضي جسټس ميا ثاقب نثار هم د هغه كور ته ورسېدو او د پنجاب آئي جي عارف نواز خ??ن ئې هم په موقع طلب كړو۔ د سترې محكمې وياند اے پي پي ته ووئيل چې ستر قاضي په خپله د دې مسئلې نګراني كوي۔ د ډزو د پېښې نه پس د پنجاب وزيراعلٰي پي اېس او هم د جسټس اع??از??لاحسن كور ته لاړو خو د سترې محكمې ??نتظاميې هغه سره د ملاقات كولو نه معذرت وكړو۔ د يادونې وړ ده چې د جسټس اع??از??لاحسن پشمول د سترې محكمې يو شمېر ججز اوسمهال په لاهور كښې دي كوم چې په لاهور رجسټري كښې د مهم نوعيت د ځينې مقدمو اورېدنه كوي۔