اسلام آباد ۔ 8 مئی (اے پی پی) د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز وئيلي دې حكومت اولنۍ واټر پا??ېس?? جوړه كړې۔ نوې قامي واټر پالېسۍ كښې د اوبو په بچت او د اوبو په ذخائرو جوړولو زور راوړلې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه د?? د نهې په ورځ د منصوبه بندۍ وزارت او نړيوال بانك په شريكه د ماحول??ات?? استحكام په سرخط راجوړ كړې قامي مشاورتي وركشاپ ته خطاب كښې وكړه۔ سرتاج عزيز ووئيل پاكستان كښی اوبه په كمېدو دي۔ كله چې پاكستان جوړ شو نو سړي سر اوبه د 5 زره كيوبك ميټر څخه زياتې وې۔ ولې اوس دا سړي سر 1000 كيوبك ميټر څخه كمې شوي۔ ده ووئيل زمونږ په بندونو كښې د سلټنګ په سوب د اوبو ذخيره كولو صلاحيت كم شوې۔ د اوبو وسائلو لپاره زيات مالي وسائلو ته اړتيا وي۔ سرتاج عزیز ووئيل راروان ك??ل كښې د اوبو منصوبو لپاره د بي اېس ډي پي 10 فيصد بېل كړې شوې۔ ده ووئيل مونږ په واټر پالېسۍ كښې د بھاشا بند په شمول د اوبو د 10 ملين اېكټر فټ ذخائر سپارښتنه كړې۔ په دې مهال وركشات ته خپل خطاب كښې پاكستان د ورلډ بانك كنټري ډائرېكټر الانګو پېچ سموتھو په وفاقي وز??ر احسن اقبال باندې ترسره شوې بريد د افسوس وړ وګرځولو۔ ده ووئيل پاكستان د موسم??ات?? بدلونو څخه متاثره كېدونكے د نړۍ 7 م ستر هېواد دے۔ (وا/ض ض/ګ ل/1855)