پېښور01 جون (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا اسم??لۍ 5 سياسي ګوندونو د نګران وزيراعلٰی لپاره جوړه شوې پارل??ان?? كمېټي رد كولو سره وئېلي دي د ايوان نامه يوازې تحريك انصاف او جمعيت علماﺀ اسلام نه ده۔پروېز خټك او لطف الرحمان د يو سازش د لارې ارب پتي شخص راوستلو لپاره هڅه كوي ۔پارل??ان?? كمېټۍ كښې نور سياسي ګوندونه نظرانداز كړی شوي۔د خېبرپښتونخوا اسم??لۍ سېكرټرېټ كښې مېډيا له بريفنګ وركولو سره د اے اېن پي سردار حسېن بابك٬د قامي وطن ګوند سكندر شېرپاؤ٬د پيپلز ګوند ضياﺀالله اف??يدي٬(ن) ليګ سردار اورنګزېب نلهوټا او د جماعت اسلامي بحرالله اېډووكېټ ووئيل په ايوان كښې د 7 سياسي ګوندونو ن??ائندګي وه۔ د دې مطلب دا دے چې بايد په كومه هم پريكړه كښې دا ټول سياسي ګوندونه اعتماد كښې واخستلې شي۔ ده ووئېل د نګران وزيراعلٰی ټاكنې څخه وړاندې پروېز خټك د خپل اتحادي ګوند جماعت اسلامي او د مخالفې ډلې لارښود لطف الرحمان د څلورو سياسي ګوندونو سره څه ډول مشاورت نه دې كړې كله چې معامله متنازع شوه نو د نګران وزيراعلٰی توثيق لپاره پارل??ان?? كمېټي جوړه كړې شوه۔ ده ووئېل د حېرانتيا خبره دا ده چې په كمېټۍ كښې ټول سياسي ګوندونه نظرانداز شوې۔دوي ووئيل د دې په ضد به مونږ الېكشن كمېشن ته رجوع كوو