اسلام آباد ۔ 3 جون (اے پی پی) د برطانيې پلازمينه لندن كښې كېدونكي لندن انټرنیشنل یوتھ سائنس فورم كښې ګډون له 148 ط??لبعلمانو خپل خواستونه جمع كړي دي۔د?? فورم به 25 جولائی څخه تر 8 اګست امپرئیل کالج لندن كښې دوام لري۔ د قاعدو ترمخه د 23 جنوری 1995او6 فروری 2001 ترمينځھ موده كښې زېږېدونكي طالبعلمان كومو چې هائیرسېکېنډری سکول سرټیفیکېټ یا ددې برابر تعليم فرسټ ډويژن كښې ت??سر?? كړې وي فورم كښې د ګډون كولو اهل دي۔ د پاکستان سائنس فاونډېشن يوې مېرمنې عهدېدارې وئيلي د خواستونو جمع كولو آخري نېټھ 19 مارچ ټاكلې شوې وه۔ دې ووئيل پنجاب څخه 70، سندھ څخه 30، خېبرپختونخوا څخه 27، بلوچستان څخه 9، وفاقی دارالحکومت څخه 6، آزادرجموں وکشمیر څخه 5 او ګلګت بلتستان څخه يو طالبعلم رابطه كړې۔ دې ووئيل په دوئي كښې د 114 شارټ لسټ كړې شويو انټرويوز جاري دي