اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي)د خارجه چارو وياند ډاكټر محمد فېصل وئېلي دي چې هند دې په پاكستان د تورونو لګولو په ځاې خپل ك??ر سم كړي٬هند د پاكستان په بېلو برخو كښې ??ه ترهه ګرۍ كښې ??كړ د??٬ پاكستان او افغانستان د ټاكل شوي مودې دننه د افغان كډوالو زر تر زره د بېرته تګ په منصوبه كار كوي٬ افغان پلاوې به په دې لړ كښ?? ډېر زر د مشاورت په غرض د پاكستان دوره وكړي٬په غزني كښ?? د ترهه ګرۍ اوسنو پېښو كښ?? د ځيني پاكستاني عناصرو ككړ كېدو په اړه د افغان چارواكو تورونه بې بنسټه دې٬په پاك افغان پوله به د كاناټا تار لګولو عمل په دوه كلونو كښ?? بشپړ شي٬پاكستان به د كوم هم هېواد په ضد د يو اړخيزه بندېزونو مخالفت كوي۔د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلو پوښتنو په ځواب كښې ??ياند په هند زور راوړو چې هغه دې د هرې پېښې ذمه وار آئي اېس آئي ګرځولو په ځاې خپل ك??ر سم كړي۔نوي ډېلې بايد د بلوغت څرګندونه كولو سره د تورونو لګولو څخه منع شي۔وياند ووئيل كه سېلاب وي يا كومه بله پیښه آئي اېس آئي ذمه وار ګرځول د هند عادت جوړ شوې۔وياند ووئيل هند پاكستان كښ?? د ترهه ګرۍ پېښو او په داخلي چارو كښې ??اس وهنه كښې ??كړ د??٬د كلبهوشن ياديو بلوچستان څخه نيول كېدل او د ده اعترافي بيانونه د دې خبرې ښكاره ثبوت دې۔ده ووئيل حقيقت دا دې چې هند مقبوضه كشمير كښ?? د روان زور ظلم او زياتي څخه نړيوال پام ګرځولو لپاره د پاكستان په ضد بې بنسټه تورونه لګوي۔ وياند په نوي ډېلي زور راوړو چې هغه مقبوضه كشمير كښې ??ه بې ګناه كشميري اولس روان ظلم زور او زياتې ختم كړي او د يو اېن فيكټ فائينډنګ مشن ته مقبوضه كشمير ته د تللو اجازه وركړي۔د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان او افغانستان يوه ټاكلې موده كښ?? د افغان كډوالو خپل هېواد ته د بېرته تګ په منصوبه كار كوي۔په دې لړ كښ?? به يو افغان پلاوې مشاورت له اسلام آباد ته ډېر زر راشي۔ وياند غزني كښ?? د ترهه ګرۍ پېښه كښ?? د ځينې پاكستاني عناصرو ككړ كېدو پھ اړه د افغان چارواكو تور رد كړې۔ په آسټرېليا كښې ??ه پاكستاني طالبعلم د بريد په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل خارجه دفتر اسلام آباد كښ?? آسټرېلين هائي كمشنر سره تماس نيولې او په دې پیښه آسټرېليا ته سخت احتجاج هم شوې۔د امريكائي مرستې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ټولې امنيتي مرستې معطل كړی شوي دي او دې سره د پاكستان پوځي چارواكو لپاره خصوصي تربيتي پروګرام انټرنېشنل ملټري ايجوكېشن ټريننګ (آئي اېن اي ټي) هم ځپلې شوې