اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پارليمان په مېرمنو غړو او مېډيا زور راوړې چې په ټولنه كښې د بريسټ كينسر په اړه خبرتيا پېدا كولو له كردار ترسره كړي٬مېرمنو پارليماني غړو ته ??پل خطاب كښې ده ووئيل د اكتوبر مياشت د بريسټ كينسر په اړه د خبرتيا پېدا كولو مياشت ده٬ د لارښودو په حېثيت د پارلمان مېرمنې غړې په دې اړه په ټولنه كښې د شعور بېدارولو ??مه واري هم لري۔ده ووئيل په دې اړه دې مېرمنې خپل جاج پخپله واخلي او رهنمائې دې ترلاسه كړي۔ده ووئيل كه د دې رنځ تشخيص او درملنه اونه كړې شي نو دا د جسم په نورو برخو كښې هم خپرېږي۔اولس مشر ووئيل ټولو ټي وي چينلو ته ??ه خطونه لېږلې شي چې مېرمنې لارښودې ٬سماجي كارمندانې٬ لوبغاړې او نوموړي شخصيات ??پلو ټاك شوز ته ??اوبلي او د بريسټ كينسر په اړه د خبرتيا كمپائن وچلوي۔ده ووئيل د بريسټ كينسر مخ نيوي او درملنه كښې د ليډيز هېلت وزيټرز خذمات څخه استفاده كېدې شي۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل په ټولنه كښې مېرمنې د ځينو ستونزو سره مخ دي٬د كومو په اړه چې مېرمنې ښه معلومات لري۔په ټولنه كښې مېرمنو له مقام وركول د رياست ذمه واري ده۔په دې موقع د بين الصوبائي راب??و وفاقي و??يرې ډاكټر فهميده مرزا ووئيل اولس مشر مېرمنو ته په پېښو ستونزو خبره كړې۔د مېرمنو مسئلې تر نظره ساتلو ??ره ما د قامي اسمبلۍ سپيكرې په حېثيت وويمن پارليمنټري كاكس جوړ كړې ؤ۔دې ووئيل مېرمنې پارلماني غړې د دې پيلټ فارم د لارې د مېرمنو مسئلو ??امخې ته كولو له فعاله كردار ترسره كوي۔دغسې په دې اړه قانون سازۍ كښې هم مېرمنو پارليماني غړو كردار ترسره كړې۔ په دې اړه د مېډيا په مثبت كردار زور راوړولو ??ره فهديده مرزا ووئيل مېرمنې پارليماني غړې هم په دې لړ كښې په زړه پورې كردار ترسره كولې شي۔د نېشنل هېلت سروسز وفاقي و??ير عامر محمود كياني٬د اطلاعات ??و خپرونو وفاقي و??ير فواد چوهدري٬د سېنېټ غړي او مېرمنې پارليماني غړې هم په دې موقع موجودې وې