اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزیر اسد عمر وئيلي دي چې چین او پاکستان ستراتېژك شراكتدار دي ٬ د سي پېك منصوبو تعين دواړو هېوادونو ته په شريكه سلا كول دي٬ سي پېك كښې نوې ستراتېژك شراكتدار د شاملولو هېڅ پرېكړه نه ده شوې٬ په انفرادي منصوبو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركېدې شي ٬ پخواني حكومت سي پېك ګېم چېنجر ګرځوله خو ??ارلمان ئې د لوظنامو نه بې خبره ??ات??ې ٶ٬ د فاټا انضمام نه پس به هم فاټا او پاټا لپاره مراعات تر پنځو كالو دوامدار وي٬ په اېن اېف سي پېشرفت لپاره دې دې اعلٰې وزيران خپل نمائندګان ونوموي۔ د شورو په ور?? د سېنېټ غونډه كښې په ضمني مالياتي (بدلون) بل بحث راغونډولو سره اسد عمر ووئيل د سي پېك منصوبو پاكستان او چين له پېشرفت كول دي٬ ستراتېژك شراكتدار د دواړو هېوادونو دي٬ سعودي سره اصولي خبره شوې وه ٬ لا څه لوظنامه نه ده شوې او سي پېك كښې ب?? نور ستراتېژك شراكتدار نه شاملوٶ۔ ده ووئيل د انكم ټېكس په قانون كښې د بدلون اطلاق به د جولائي د وړومبۍ نيټې څخه وي۔ فائلرز او نان فائلرز پحقله سېنېټ څخه هم تجويزونه ترلاسه شوي۔ ده ووئيل د سمندر پورې پاكستانيانو پحقله قانون دا وائي چې كه ھغوي په كال كلښې 182 ور??ې په پاكستان كښې وي نو ګوشوارې ب?? جمع كوي او د وراثت په معامله رعايت وركړې شوې دے، بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيانو له ګوشوارې جمع كولو ضروري نه وي خو د 60 ور??و ترسيلات زر څخه ھغوي جائېداد او ګاډي اخستې شي