د ذهني او نفسياتي رانځونو درملنې لپاره جديد تحقيق او طريقه كار خپلولو ته اړتيا ده

image

اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د ذهني او نفسياتي رانځونو درملنې لپاره جديد تحقيق او طريقه كار خپلولو په حاجت زور رواړولو سره وئيلي دي د نفسیاتي رنځونو او مسئلو ښكار كسانو درملنه كښې د نفسياتي پوهانو د شفقت رويې سره سره د رنځور د كورنۍ او خپلوالو مرسته هم اهميت لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ لاهور كښې د پاكستان سائيكاټرسټ سوسائټۍ تر سېوري لاندې 22م نړيوال كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل د بده مرغه پاكستان كښې د ذهني او نفسياتي رنځونو پحقله تړلې منفي تصورات موجود دي٬ د كومې مخ نيوي ته جې اړتيا ده ځكه چې د دې رنځونو او مسئلو موثره درملنه موجود ده ۔ اولس مشر ووئيل د انسان ذهن د فوبياز ښكار وي او مسئلې هم د دې فوبياز په سوب پېدا كېږي۔ ده ووئيل د نفسیاتي رنځونو او مسئلو ښكار كسانو درملنه كښې د د نفسياتي پوهانو د شفقت رويې سره سره د رنځور د كورنۍ او خپلوالو مرسته هم اهميت لري۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل د يو اندازې له مخې پاكستان كښې دوه كروړه كسان د ذهني او نفسياتي مسئلو ښكار دي او دا شمېره ډېره زياته ده په دې لړ كښې به د ټولنې ټولو ډلو له خپل كردار ترسره كول وي۔ اولس مشر ووئيل په نفسيات كښې مونږ له ډېر كار كول غواړي٬ زمونږ د ټولنې الميه دا ده چې د رنځ علامات خلق پټوي او د درملنې مناسب طريقې ته پام نه كېږي٬ده ووئېل دا يوه سنجيده معامله ده٬ د ذهني او نفسايتي رنځونو او مسئلو سره تړلې شوو د معاشرې منفي رويو له امله زياتره خلق پيرانو ٬ فقيرانو او توهماتو پلو مراجعه كوي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل ضرورت د دې خبرې دے چې په دې حقله اولس كښې شعور بېدار كړې

مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں