د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې د فارن سروس پخواني سينئر افسرانو غونډه

image

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ګل په ورځ د پاكستان خارجه پالېسۍ چارو په اړه د خبرو اترو لپاره د فارن سروس پخواني سينئر افسرانو سره د غور و خوض وړ غونډې مشري كوله۔په غونډه كښې رېټائرډ خارجه سېكترانو او د سفيرانو نه علاوه خارجه سېكتر او د وزارت سينئر چارواكو ګډون وكړو۔د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې كليدي هېوادونو سره د پاكستان اړيكو په اړه خبرې اترې وشوې۔ګډون كونكو ځينې د قدر وړ تجويزونه او رائے وړاندې كړې كومې چې د خارجه پالېسۍ په مېدان كښې مهم دي۔ دا خبره رامخې ته كړې شوه چې په قومي٬سيمه ايز او نړيوالو چارو د پاكستان نكته نظر رامخې ته كولو لپاره د فعاله خارجه پالېسۍ پيروي پكار ده۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي په دې امر زور راوړو چې دا ډول غونډې ډېر ګټورې دي او دا به سباؤن كښې هم روانې ساتلې شي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں