د وزيراعظم عمران خان د جے دبليو فور لينډ كار مينوفيكچرنګ پلانټ پرانستې دستورې ته خطاب

image

اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي بهرنۍ سرمايه كارۍ سره سره د ټېكنالوجۍ په منتقل كولو هېواد رښتنې پرمختګ كوي ٬د روزګار موقعې رامخې ته كېږي او د نور سرمايه كار راغب كېږي٬د ډالر په مقابل كښې د روپۍ قدر كمېدو څخه د يرې حاجت نشته٬دا وقتي ري ايدجسټمنټ وي٬سرمايه كاري او قيمتي زرمبادله راتللو سره به معاشي صورتحال پياوړې شي كوم پلو چې حكومت خاص پام لرنه كوي۔ده د جمعې پھ ورځ د جے دبليو فور لينډ كار مينوفيكچرنګ پلانټ پرانستې دستورې ته خطاب كولو كوم چې د چينائي او پاكستاني كمپنو منصوبه ده۔وزيراعظم د نړيوالې نوموړې مينو فيكچرنګ كمپنۍ سرمايه كارۍ هركلي كولو سره پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په راوړلو او د ګډې منصوبې په پېل كولو آفريدي ورورولۍ له مباركي وركړه۔ده ووئيل آفريدي ورورولۍ قبائېلي سيمې څخه د كار پېل كولو نه پس چائنه سره شراكت داري كړې كومه چې د ستائنې وړ ده۔ ده ووئېل دا د پاكستان مخ په وړاندې بوتللو لاره ده۔ وزيراعظم عمران خان ووئېل دا د 900 ملينه ډالرو سرمايه كاري ده۔دې سرمايه كارۍ سره به په ابتدائي توګه 5 زره پاكستانيانو ته نوكرۍ ترلاسه شي كومې به چې سباؤن كښې تر 45 زرو ورسي۔وزيراعظم ووئيل ما د حكومت د اولنو 100 ورځو بشپړېدو دستورې ته خپل خطاب كښې په دې خبره زور راوړې چې مونږ له به خپل سوچ بدلول وي٬سرمايه كارو له به آسانۍ پېدا كول وي٬ ده ووئېل كله چې سرمايه كاري راځي نو ملازمتونه راپېدا كېږي٬قيمتي زرمبادله هېواد ته راځي۔دا مهال زمونږ تر ټولو لويه مسئله د كرنټ اكاؤنټ خساره ده كومه چې نزدې 18 اربه ډالره ده۔ وزيراعظم د چين خپلې اوسنۍ دورې ذكر كولو سره ووئيل د دورې په مهال مونږ هڅه كړې چې سرمايه كارۍ سره سره دې ټېكنالوجي هم منتقل كړې شي او دا د ګټې منصوبه د دغې لړۍ يوه كړۍ ده۔وزيراعظم ووئيل دا كمپني به فني تربيه وركولو له سكولونه جوړوي چرته به چې ټېكنشنز له تربيه وركولې شي۔خلقو له به ملازمتونهوركولې شي۔وزيراعظم ووئيل موڼږ پاكستان كښې سرمايه كاري غواړو۔٬ وزيراعظم عمران خان د چين او ملائېشيا دورو ذكر كولو سره ووئيل پاكستان كښې خلق په بېلو څانګو كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ده ووئيل پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلها موقعې شته چې په نتيجه كښې به يې قيمتي زرمبادله هېواد ته راشي او د روپۍ قدر به مضبوط شي او د ډالر بيعه به ټېټه شي۔وزيراعظم ووئيل مونږ د سمندر پورې پاكستانيانو په لاره كښې د ولاړو خنډانو لرې كولو سره سره آسانۍ راپېدا كوو٬هغوي ته مراعات وركوو دغسې چې هغوي د هنډۍ او حوالې په ځاې د قانوني ذريعو د لارې ترسيلات زر راولېږي۔دې سره به كم او زيات لس اربه ډالره نور هېواد ته راشي۔وزيراعظم ووئيل موجوده حكومت د مني لانډرنګ او د هنډۍ مخ نيوي له هڅې كوي۔هر كال لږ تر لږ د لس اربه ډالرو مني لانډرنګ كېږي٬د دې نه وړاندې پاكستان كښې د چين سفير ياؤجنګ دستورې ته خطاب كښې ووئيل د پاكستان وزيراعظم د چين دوره كاميابه وه۔ده ووئيل د چين مشرتابه اولس٬تاجران او كاروباري وګړي د عمران خان د پاكستان د پرمختګ٬اولسي خېرښېګړی او اقتصادي پرمختګ مثبت سوچ نه ډېر متاثره شوي ۔ده ووئيل د چين مشرتابه ٬تاجران او اولس په دې خبره متفق دي چې پاكستان د چين مضبوط او مستحكم ملګرې دې۔سفير ووئيل چين به ټول عمري د پاكستان په ترقۍ كښې په زړه پورې مرسته كوي۔ده هيله ولرله چې پاكستانې وزيراعظم به د يخپل عزم او حوصلې سره د هېواد په اقتصادي او سماجي پرمختګ كښې مثبت بدلونونه راولي۔ده ووئيل سي پېك په خپلو پښو د اودرېدو منصوبه ده او د معيشت پياوړتيا له به پاكستان سره مرسته دوامداره ساتو

مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں