وزیراعظم عمران خان سره د جاپان وزیراعظم د قامي سلامتيا سلاحكار کینتارو سونورا وليدل

image
APP65-05 ISLAMABAD: December 05 - National Security Advisor to the Prime Minister of Japan, Kentaro Sonoura called on Prime Minister Imran Khan at PM Office. APP

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان پاکستان كښې د جاپان د سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كولو سره وئيلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت٬ سرمايه كارۍ ٬ انفرسټركچر او د بشري وسائلو د پرمختګ په څانګو كښې پراخا مرستې ته اړتيا ده۔ وزيراعظم دا خبرې د جاپان وزیراعظم د قامي سلامتیا سلاحكار کینتارو سونورا سره كړي چا چې د شورو په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې دوي سره ملاقات وكړو۔ د جاپان د قامي سلامتيا سلاحكار د پاکستان او جاپان ترمېنځه دوه اړخَيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره د خواهش څرګندونه كولو سره د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د كردار ستائنه وكړه ۔ وزیراعظم د کینتارو سونورا او د ھغه د پلاوي هركلي كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريكو اړيكو د رفتار ستائنه وكړه ۔ ده د جاپان د اولس د اثر لرونكې ګرمجوشۍ ٬ ولولې او د جذبې هم ستائنه وكړه ۔ د پرمختيائي او سرمايه كارۍ د شراكت دارۍ په حېث د جاپان اهميت رامخې ته كولو سره وزیراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه په غوره اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت٬ سرمايه كارۍ ٬ انفراسټركچر او د بشري وسائلو د پرمختګ په څانګو كښې پراخه مرستې غواړو۔ وزیراعظم پاکستان كښې د جاپان د سرمايه كارو ډاډګيرنه كولو سره ووئيل چې پاكستان د ځوانې آبادۍ او معدنياتو پنګې لري٬ په دې تناظر كښې هېواد پراخه اقتصادي موقعې لري۔ وزيراعظم ووئيل چې په آسياء كښې د جاپاني كاروبار پحقله “جېټرو” سروے كښې د مثبت آمدن ګټو او سباٶن كښې د كاروبار پراختيا پحقله پاكستان اولنې هېواد ګرځولې دے

مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں