چترال 13 دسمبر (اے پي پي) د چترا?? په ښكلې دره كېلاش كښې د كېلاش قبيلې كلن مذهبي تهوار چهومس په ښه ډول روان دے٬ په تهوار كښې ښځې او سړي مذهبي سندرې وئيلو سره د روايتي رقص د لارې د خوشحالې څرګندونه ??وي۔ په كېلاش كښې واوره هم ورېدلې خو سره د سخت ساړه د كېلاش د خلقو په جذبو د موسم كوم آغېز نه دې شوے۔ د كېلاش ځوانان د طبل?? په ځائ جېري كېن غږولو سره خپل شوق پوره كوي۔ د تهوار په موقع ځينې د زيات عمر ښځې د شپ?? په وخت اور بلولو سره په غاړه ودرېږي ٬ مذهبي سندرې وائي او دعاګانې كوي۔ يوې كېلاشې مېرمنې زمونږ نمائنده ته ووئيل چې هغه به درې ورځې پس خاص ځايونو ته ځي٬ هلته د سړو او ښځو خپل خپل ځايونه ??ي او دوي هلته درې ورځې پاتې كېږي۔ شبېر احمد خان څوك چې د كېلاش قبيلې مذهبي قاضي دے٬ وائي چې د كېلاش خلق چهومس تهوار زياتره د شپ?? په وخت لمانځي خو مونږ د شپ?? په وخت خپلو عبادت ځايونو ته په تللو كښې د سختو لارو نه تېرېدو سره سخت تكليف سره مخ كېږو ځك?? چې دلته رڼا نه ??ي۔ ده ووئيل چې حكومت اعلان هم كړے و چې دوي لپاره به د رڼا بندوبست وكړي خو تر اوسه دا بندوبست ونه شو۔ ده غوښتنه ??كړ?? چې دوي لپاره دې د رڼا بندوبست وكړے شي٬ لارې كوڅې دې پخې كړې دي۔ د يادونې وړ د?? چې د چهومس تهوار به د روانې مياشتې تر 22مه نېټه روان وي