د پېښور په كالي باړي سيمه كښې په چاودنه كښې د مېرمنې پشمول 6 كسان ژوبل شوي

image

پېښور 05 جنوري (اے پي پي) د پېښور په كالي باړي سيمه كښې په چاودنه كښې د مېرمنې پشمول 6 كسان ژوبل شوي دي۔ چاودېدونكي توكي په كالي باړي كښې په يوه كوڅه كښې په ودرول شوي ګاډي كښې په ځائ كړې شوي وو۔ په چاودنه كښې نزدې دوكانونو او ودانيو ته هم زيان رسېدلې۔ ژوبل شوي كسان لېډي ريډنګ روغتون ته رسول شوي دي۔ د پېښور سي سي پي او قاضي جميل له مخې په چاودنه كښې د 8 نه تر 10 كلوګرامه چاودېدونكي توكي كارول شوي دي۔ ده ووئيل چې په چاودنه كښې د سپين رنګ ګاډې كارول شوے٬ د سي سي ټي كېمرو د لارې به معلومه شي چې ګاډې د كوم ځائ نه راغلې۔ د روغتون ذريعو له مخې د ژوبل شويو كسانو حالت د خطر نه بهر دے۔ د چاودنې نه پس امنيتي ځواكونه د پېښې ځائ ته راورسېدل او پلټنې ئې پېل كړې۔

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں