اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د ابوظهبي ولي عهد او د متحده عرب اماراتو د پوځ ډپټي سپريم كمانډر شېخ محمد بن زې?? النهيان د اتوار په ورځ د پاكستان په دوره اسلام آباد ته راغلو۔ په هوائي اډه وزيراعظم عمران خان د هغه هركلې وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان محمد بن زې?? النهيان ته د دې دورې كولو بلنه وركړې وه۔ د بيان له مخې پاكستان او متحده عرب امارات نزدې او مثالي اړيكې لري۔ دواړه هېوادونه په يو شمېر مهم نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري۔ د ابوظهبي ولي عهد او د متحده عرب اماراتو د پوځ ډپټي سپريم كمانډر شېخ محمد بن زې?? النهيان د دې نه وړاندې په كال 2007م كښې د پاكستان دوره كړې وه۔ د بيان له مخې ولي عهد دورې سره به د دوا??و هېوادونو د ورورولې اړيكې وده وكړي۔ متحده عرب امارات په مېنځني ختيځ كښې د پاكستان مهم تجارتي شراكتدار دي۔ اماراتو د پاكستان په فارن كرنسي اكاؤنټ كښې د درې اربه جمع كولو د وړاندې نه اعلان كړے او پاكستان ته تاخير سره د ادائيګې په بنياد د تېل وركولو په اسانيې ??م خبرې روانې دي۔ دواړه هېوادونه اړيكې د اوږدې مودې په ستراتېژيكي شركت ك??ې بدلولو لپاره هڅې كوي۔