مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د خڼډانو راولاړولو يو تاريخ لري۔ د چوهدري فواد حسېن ټوئټ

image

اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دې مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ د غونډې په كاروائۍ كښې د خڼډانو راولاړولو يو تاريخ لري او تېره ورځ چي څه هغوي كړې دا د معمول خبره ده۔ د زيارت په ورځ خپله د سماجي رابطو په وېب پاڼه يو ټوئټ كښې ده ووئيل په كال 2012 كښې د پيپلز ګوند يو وزير حفيظ شېخ د بجټ وېنا يوه وېډيو هم جاري كړې وه چې پكښې د مسلم ليګ (ن) غړو نه يوازې د بجټ په وېنا كښې چغې سورې وهلې بلكې د پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ په يو غړي ئې تشدد هم كړې ٶ

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں