اسلام آباد 31 جنوری(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره د وزيراعظم وياند نديم افضل چن د زيارت په سپيكر هاؤس كښې ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د هېواد په مجموعي معاشي او سياسي صورتحال او د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې وكړې شوې۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل هېواد ته په ورپېښو چېلنجونو قابو موندلو لپاره مونږ ته د صبر نه كار اخستو او د اختلافاتو هېرولو سره د اتحاد پېدا كولو ضرورت دے۔ده ووئيل په ايوان كښې ټول غړي د هغه په نظر كښې برابر او يو ډول اهميت لري۔ده ووئيل د ايوان ماحول ښه ساتل ??و اولس لپاره د قانون سازۍ عمل ګړندې كول د دوي وړومبۍ ترجيح ده۔ده ووئيل د نديم افضل چن د كوم تعلق چې يوې نامتو سياسي كورنۍ سره دے او هغه پخپله هم يو پوهه او فعاله سياسي لارښود دے٬د وزيراعظم ?? وياند په توګه ټاكنه ښه پريكړه ده۔ند وزيراعظم وياند نديم افضل چن د سپيكر مننه كولو سره په ايوان كښې د هغه په بې طرفه كردار ستائنه وكړه۔ده ووئيل اوسنې حكومت د وزيراعظم ??مران خان په مشرۍ كښې د هېواد څخه د ترهه ګرۍ٬غربت٬ناخواندګۍ او د كرپشن خاتمې سره سره د عام وګړي د ژوند معيار لپاره هڅې كوي۔ده د دې باور څرګندونه وكړه چې د اوسني حكومت د مثبتو پالېسو په نتيجه كښې به د هېواد په چېلنجونو قابو وموندلې شي او هېواد به د پرمختګ او خوشحالۍ په سفر روان شي