ننکانہ صاحب/بلوکی۔09 فروری(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي ګلوبل وارمنګ كښ?? پاكستان د نړۍ 8 م هېواد دے۔ ځنګلونه لګول شوق نه بلكې زمونږ دنسلونو د مرګ او ژوند سوال دے۔ په لس كلونو كښ?? يواځې لارهو څخه د زرګونو په شمېر اونې غوڅې شوې۔ لاهور او نوې ډيلې تر ټولو زيات آلودګي لرونكې ښارونه دي۔ په راروانو 5 كلونو كښ?? به 10 اربه اونې لګوو۔ زلمي دې ددې كمپائن برخه جوړه شي۔ څوك چې دا سوچ كوي چې حكومت به چاته اېن آر او وركړي نو هغه دې واوري چې حكومت به اېن آر او چاته ورنكړي۔ اېن آر او به هېواد سره غداري وي۔ په ښارونو كښ?? د زياتو منزلونو ودانيو جوړولو اجازت به وركړو۔ ننكانه صاحب كښ?? به ګرونانك پوهنتون جوړولې شي او د هېواد او بهر څخه راتلونكو څخه ياترا له راتلوكې سكھ ورورولۍ له به ټولې ممكن آسانۍ وركولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د ننكانه صاحب بلوكي سيمه كښ?? قبضه مافيا څخه په خوشې كړې شوې 2500 اېكړه زمكې د ځنګل لګولو او د وائلډ پارك جوړولو په لړ كښ?? د”پلانټ فار پاكستان” وژن ترسېوري لاندې د روان كال 2019ﺀ د سپرلي موسم ون?? لګولو كمپائن پرانستې په مهال خپل خطاب كښ?? وكړه۔ دستورې ته خپل خطاب كښ?? وزيراعظم په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره ووئيل چې دلته كوم كار كېږي دغسې په ټول?? هېواد كښ?? كول دي۔ د طاقتورو قبضه ګرو څخه مزكې خوشې كولو سره زيات نه زيات ځنګلونه لګول دي۔ وزیراعظم ووئيل دا هغه هېواد وو چرته چې لويې لويې ځنګلې وې۔په دې مهال ده د خپل ماشوموالي ذكر هم وكړه كله چې دې خپل ماما سره به د چ??ان??ا مانګا ٬ چيچه وطني او كندياں ځنګلو ته راتلو۔ ده ووئيل اوس د دغه ځنګلونو حالت ډېر ناوړه دې۔ ده ووئيل په ټول پاكستان كښ?? به 5 كاله كښ?? 10 اربه ونې لګوو۔ ده ووئيل په تېرو 5 كلونو كښ?? مو په خېبر پختونخوا كښ?? 18 كروړه ونې ولګولې۔ په دې مهال ده د ننكانه صاحب دوهم كمشنر د هڅو ستائنه وكړه چا چې قبضه مافيا څخه دا زمكه آزاده كړې ده۔ وزیراعظم ووئيل د اېن آر او مطلب لوې مجرمان معاف كول دي۔ پخوا پروېز مشرف نواز شریف ته اېن آر او وركړه۔ د كومې د لارې چې هغه 10 كلونو له سعودي عربستان ته ولېږلې شو او د حدېبيه پېپر ملز كوم كېس چې جوړ كړې شوې د هغې مخه ون??ولې شوه۔ بلخوا په سوئس كېس كښ?? د قوم دوه اربه روپۍ مصرف كړې شوې ٬ لندن كښ?? د سرے محل كېس وشو او هغه كېس پاكستان ګټلې وو ولې مينځ كښ?? امريكا راغله او هغه پېسې چې پاكستان ته راتلې هغه هم ترلاسه نه شوې او الټا زيان د پاكستان وشو۔ ده ووئيل د پاكستان قرضه 6 كھربه وه كومه چې په 10 كاله كښ?? 30 زره اربه ته ورسېده۔ ده ووئيل هېواد كښ?? چرته داسې نه دي شوې چې څوك زندان نه راشي او د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ چيئرمېن جوړ شي۔ ده ووئيل د هېواد په تاريخ كښ?? په 5 مياشتې كښ?? چرته درې وزيران مستعفي شوې نه دي۔ او بل اړخ ته د چا چې بېنك اكاؤنټونه او جائيدادونه ثابت شوي دي هغوي كښ?? چا هم استعفا وركړې نه ده۔ وزیراعظم ووئيل بلوکی وائلډ لائف پارک به د بابا ګرونانک نوم ته منسوب كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل كله چې څوك د سكول ٬ كالج يا پوهنتون مطالبه كوي نو ماته خوشحالي كېږي۔ ده ووئيل د بابا ګرونانک د 550 مې زېږېدنې ورځې په موقع به کرتارپور كښ?? دستوره كولې شي۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم د پلانټ فار پاکستان پروګرام ترسېوري لاندې اونه لګولو سره د سپرلي موسم د شجركارۍ كمپائن په باضابطه توګه پرانسته وكړه۔ په دې مهال موسمي بدلون لپاره د وزيراعظم صلاكار ملک امین اسلم وزيراعظم ته بلوكي كښ?? په 2500 اېکړه زمكه د ځنګل لګولو او وائلډ لائف پارک جوړولو منصوبې په اړه بريفنګ وركړو۔ دستوره كښ?? د پنجاب ګورنر چوهدری سرور، د قومي اسمبلۍ غړې اعجاز شاہ ، صوبائی وزیر سبطین خان او د قومي او صوبائي اسمبلۍ نور غړي هم موجود وو۔ په دې مهال ننكانه صحاب څخه راغلې د سكه ورورولۍ زده كوؤنكو هلكانو او انجونو ملي سندره هم وړاندې كړه