تهران 22 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان او ایران دې د خپل صلاحيت څخه ??شپړه استفاده ??ولو سره دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره تګلاره ولټوي۔ وزيراعظم دا خبرې د ګل په ورځ پاك ایران بزنس فورم كښې د پاكستان او ايران كاروباري ورورولۍ ته خپلې وېنا كښې وكړې ٬ وزیراعظم ووئيل د چين د سوئيلي ختيزې اسياء او آسيان قامونو پشمول چې كوم هېوادونه په اقتصادي توګه د غورې كاركردګۍ څرګندونه كوي د ھغوي سره د شريك تجارت تناسب ډېر زيات دے ٬ خو د بده ??رغه د پاكستان ، ایران، هند او افغانستان ګاونډيانو هېوادونو سره د دوه اړخيزه تجارت تناسب ډېر كم دے۔ وزیراعظم ووئيل ایران چې آبادي ئي 8 كروړه ده او پاكستان چې آبادي ئې 21 كروړه ده ??ا ډېر لوي م??يشتونه پكار وٶ خو د بېلا بېلو وجوهاتو په سوب دواړه هېوادونه د تجارت د صلاحيت نه استفادې كولو څخه پاتې دي۔ ده ??وئيل د دې خبرې نه قطع نظر چې ايران بندېزونو سره مخ دے او پاكستان هم سخت وخت څخه ??ېرېږي٬ دواړو هېوادونو له دوه اړخيزه تجارت ته وده ??ركول پكار دي۔ ده ??اروباري ټول??ې ته ووئيل يوازې لس فيصده ??ريژې پاكستان نېغه په نېغه برآمد كولې شي او پاتې بالواسطه توګه برآمد كېدې شي۔وزیراعظم ووئيل په موجوده حالاتو كښې دواړو هېوادونو له دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره تګلارې لټولو لپاره سوچ او فكر كول پكاردے ۔ وزیراعظم تېره ورځ په مشهد كښې د حضرت امام رضا مزار ته د تللو ذكر او د خپلو جذباتو څرګندونه وكړه٬ د دې نه پس وزیراعظم خپلې اقتصادي ډلې سره د ګډون كوٶنكو د پوښتنو ځوابونه هم وركړل