د 2019-20 پرمختيائي بجټ به 1837 اربه روپۍ وي٬د راروان مالي كال وفاقي پرمختيائي بجټ به 925 اربه وي چې پكښې به د صوبو برخه 912 اربه روپۍ وي

image
APP01-23 ISLAMABAD: May 23 - Federal Minister for Planning, Development & Reform Makhdum Khusro Bakhtyar chairing Annual Plan Coordination Committee Meeting. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرِمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار وئيلي دې د 2019-20 پرمختيائي بجټ به 1837 اربه روپۍ وي٬د راروان مالي كال وفاقي پرمختيائي بجټ به 925 اربه چې پكښې به د صوبو برخه 912 اربه روپۍ وي٬د سختو مالي ستونزو باوجود د راتلونكي مالي كال په پي اېس ډي پي كښې ځينې نوو او مهمو سېكټرو لپاره روپۍ بېلې كړې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د كلنې منصوبه بندۍ رابطه كمېټۍ (اے پي سي سي) غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو ٬ د صوبو نمائندګانو٬ وفاقي سېكترانو او د ټولو ډويژنونو لوړو پورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وزارت لخوا ظفر الحسن د اوسني مالي كال په معاشي كاركردګۍ ګډون كوٶنكو ته بريفنګ وركړٶ او د راتلونكي مالي كال معاشي هدفونه ئې وړاندې كړل۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې خسرو بختیار ووئيل راروان د مالي كال وفاقي پرمختيائي بجټ به 925 اربه روپۍ وي چې پكښې د لويو ګوندونو بهاشا٬داسو او مهمند لپاره فنډ بېل كړی شوې۔ده ووئيل 675 اربه روپۍ پي اېس ډي پي او 250 اربه روپۍ به د پبلك پرائېوېټ پارټنرشپ لپاره وي۔ده ووئيل دغسېپه اے پي سي سي كښې ټولو وزارتونو او د صوبو نمائندګان شامل دي او د مياشتې په بنياد مشاورت له كمېټي جوړه كړې شوې۔ده ووئيل ورلډ بانك٬اے ډي بي څخه 250 نه تر 300 اربه روپو ترلاسه كېدو هيله ده۔ده ووئيل تېر حكومت چې كوم پلان جوړ كړی وو په هغې كښې د دوه كهربه روپو 393 منصوبې شامل دي۔ده ووئيل د سختو مالي ستونزو باوجود د راتلونكي مالي كال په پي اېس ډي پي كښې ځينې نوو او مهمو سېكټرو لپاره روپۍ بېلې كړې شوې چې پكښې كلين ګرين پاكستان ٬ موسمياتي بدلون٬ نالج اكانومي ٬ د بشري وسائلو پرمختګ٬ زرعي پرمختګ او سيمه

مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں