حکومت کاروبار كښې آسانۍ پيدا كولو ته پام لرنه كوي

image
APP48-16 ISLAMABAD: July 16 - Chairman US-Pakistan Business Council Dr. Mehmood Khan along with delegation called on Prime Minister Imran Khan at PM Office. APP

اسلام آباد 16 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان ووئيل حکومت کاروبار كښې آسانۍ پيدا كولو ته پام لرنه كوي، د سرمایه کارۍ بورډ او کاروبار په اړه وزارتونه سرمایه کارو له آسانيو وركولو له چمتو دې، کاروباری ورورولي دي د حکومت کاروبار دوست پاليسو څخه ګټه پورته كړي۔ ده دا خبره د نهې په ورځ د ډاکټر محمود خان په مشرۍ كښې د یو اېس پاکستان بزنس کونسل پلاوي سره د ملاقات پھ مهال وكړه۔ پلاوي كښې په پاکستان كښې كار كونكې په نړيواله كچه د امريكې نوموړې کمپنیو نمائندګان شامل ؤ ملاقات كښې د صحت حفاظت، مشروبات، توان ، زراعت او نورو څانګو سره اړوند د 28 بيلو کمپنیوں (ایبټ، سټی بانك، ایكزان موبل، فېس بك، جنرل الیکټرك، نیټسول، پیپسی کو، پراکټر اینډ ګیمبل، اوبر وغیرہ) نمائندګانو ګډون وكړو۔ پھ دې موقع د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفیظ شیخ، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، د سرمایه کارۍ بورډ چیئرمېن زبیر ګیلانی او نور افسران هم موجود ؤ۔ د یو اېس پاکستان بزنس کونسل چئیرمېن ډاکټر محمود خان پاکستان كښې كار كونكو بيلو امریکائي کمپنیو په اړه خبر كړو۔ د بيلو کمپنیو نمائندګانو وزیرِ اعظم پاکستان كښې د خپل کاروباری هلو ځلو ، تجارتی حجم او د هېواد په معیشت كښې د کردار څخه خبر كړو۔ ګډون كونكو په حکومتی پالیسیو او په خاص توګه کاروباری طبقې او سرمایه کارو سهولت کارۍ، کاروباری هلو ځلو رجسټرېشن په عمل او کاروباری طبقې له برابر موقعو وركولو په شان په اقدامات د باور څرګندونه وكړه۔ وزیرِ اعظم د پلاوي هركلې كولو سره ووئيل حکومت سرمایه کاروں او کاروباری طبقې له هر ممكن يسانيو وركولوله لوظي دې۔ ده ووئيل د 60 په لسيزه كښې د مثالی معاشی پرمختګ عمل د 70 په لسيزه كښې د قومیانے پالیسۍ په وجه د جمود ښکار شوې۔ وزیراعظم ووئيل کاروبار كښې آسانۍ پیدا کولو ته خاص پام لرنه كېږي۔ ده ووئيل د سرمایه کارۍ بورډ او کاروبار په اړه وزارتونه د سرمایه کارو سهولت کارۍ لپاره چمتو

مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo
متعلقہ مضامین
مزید خبریں