واشنګټن 21 ??ول??ئی (اے پي پي) په امريكا كښې د پاكستانې كميونټې لخوا د وزيراعظم ??مران خان واشنګټن ته په رسېدو تود هركلې وكړے شو۔ د واشنګټن د شهري سيمو او د امريكې د نورو ايالتونو نه راغليو پاكستانيانو په لويه شمېره پاكستان هاؤس سره نزدې په مېساچوسټس اېونيو په قطارونو كښې ولاړ و او د وزيراعظم هركلې ئې وكړو۔ په دې موقع ورجينيا سره تعلق لرونكي د پاكستان د تحريك انصاف لارښود جوني بشير ووئيل چې مونږ خپل لارښود دلته كتلو سره ډېر خوشحاله شوي يو۔ پاكستاني نژاد امريكايان ده سره د محبت څرګندونې لپاره دلته راغونډ شوي دي۔ دې هركلي كوونكو د پاكستان او د پاكستان تحريك انصاف بېرغونه هسك كړي وو۔ يو بل وګړي عمران بټ ووئيل چې زه ډېر خوشحاله يم چې وزيراعظم ??مران خان دلته راغلو۔ زه باور لرم چې هغه به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د چېلنجونو په لرې كولو كښې بريالې شي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه ب ه قومي دوستي وي۔ يو بل وګړي سادات رانا ووئيل چې پاكستا??ې ټولنه كېپيټل اېرينا كښې د وزيراعظم ??مران خان د وېنا په انتظار ده۔ مونږ ډېر خوشحاله يو او باور لرو چې دا به تاريخي دوره وي او د دواړو هېوادونو ??ړي??ې به لا ښې شي۔ نيويارك سره تعلق لرونكي عمران اګرا ووئيل چې مونږ فخر كوو چې په پاكستان كښې په دې وخت كښې يو معبتر وزيراعظم موجود دے٬ بهر مېشته پاكستانيان په خپل وطن كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ هر كلي كوونكو د پاكستان زنده باد نعرې ووهلې او روايتي ګډاګانې ئې وكړې۔ د ډېلاس هوائي اډې نه تر واشنګټن ډي سي د 100 موټرو لاريون وزيراعظم ??ره ووتلو چې مقصد ئې د پاكستان پرمختګ عزم لپاره د وزيراعظم ??تائنه كول وو۔ وزيراعظم ??ه د ??ول??ئي په 22مه نېټه امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات كوي۔ د وزيراعظم ??وړېدو نه پس د وزيراعظم لخوا دا د امريكې وړومبې دوره ده۔ وزيراعظم ??ه په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان په عزم هم خب??ه كوي۔ په دې موقع به د پاكستان او امريكې په ګڼ اړخيزه مرسته او دوه اړخيزه ??ړي??و هم خب??ه كېږي۔ په واشنګټن كښې پاكستانيانو سره په ملاقاتونو كښې به هغه د نوي پاكستان په وژن رڼا اچوي۔ هغه به د كانګرېس غړو٬ كارپورېټ مشرانو او نامتو شخصياتو سره ملاقاتونه كوي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې دورې سره به د شريكې ګټې په بنياد شركت لا قوي شي۔ د وزيراعظم ?? امريكې دوره به د شريكو ??ړي??و په بيا د سره جوړولو كښې مرسته كوونكې ثابته شي۔ په پاكستاني پلاوي كښې سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه او د آيي اېس آئي مشر هم شريك دي۔ د امريكې اولس مشر ټرمپ به په اوول آفس كښې د پاكستاني لارښود هركلې كوي٬ د پېنټاګون مشرانو او د كابينې غړو سره به د وزيراعظم مېلمستيا هم كولې شي۔